۸صبح، لغمان: په لغمان ولایت کې ولسي سرچينې وايي چې د دغه ولایت د مستوفیت ریاست یوه ساتونکي د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
د خلکو په وینا، دغه کس د پنجشنبې په ورځ د سلواغې په اوومه نېټه د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې ځان وژنه کړې ده.
د لغمان په مستوفیت ریاست کې یوه معتبره سرچینه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي چې دغه کس څه موده مخکې ویلي و چې کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره مخ ده او د لږ معاش له امله دا ستونزې نه شي اوارولای.
له بلې خوا، د لغمان د والي ویاند صلاح الدین زاهد دا پېښه تاییدوي، خو ادعا لري چې دغه کس رواني ناروغي لرله او د رواني ستونزو له امله یې ځان وژنه کړې ده.
دا په داسې حال کې دي چې په هېواد کې د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، وزګاري او بې وزلي زیاته شوې او خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.