۸صبح، کابل: د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په خپله اوونیزه خبري ناسته کې خبریالانو ته ویلي، چې له افغانستان څخه ایران ته هېڅ اوبه نه دي رسېدلې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې: «ایران ته هېڅ اوبه نه دي رسېدلې او دا مو د غیرمسوولانه عمل په توګه د افغانستان د اوسني واکمن پلاوي په دوسیه کې ثبت کړ.»
خطیب زاده په دغه خبري ناسته کې د هلمند سیند د اوبو د حق پر سر د ایران او افغانستان ترمنځ د اختلاف په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې «زموږ لپاره د افغانستان د اوسنیو واکمنو مسوولیت منل تر ټولو مهم سنجش، د اوبو حق دی».
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، هغه څه چې په خوله ویل کېږي، په عمل غیرمسوولانه چلن کېږي.
له بلې خوا، تېره ورځ د ایران د انرژۍ وزیر هم ویلي و، چې افغان لوري ته یې د حقابې په هکله یادونه کړې او په دې اړه له کابل سره درې ځله خبرې شوې دي.