۸صبح، کابل: د افغانستان بانک ويلي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د نقدي مرستو شپاړسمه ۳۲ میلیوني بسته کابل ته را رسېدلې ده.
د افغانستان بانک نن دوشنبه د کب په دويمه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه بانک د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو شپاړسمه ۳۲ میلیوني بسته ترلاسه کړه او دا پیسې یې د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته سپارلې دي.
د افغانستان بانک د شمېرو له مخې، تر اوسه د ملګرو ملتونو سازمان له نقدي مرستو ۴۲۰ میلیونه ډالر کابل ته رارسېدلي دي.