امریکایي میلیاردر ایلان ماسک وایي، چې د انټرنت سپوږمکۍ نړیوال سیسټم سټارلینک، د روسیې خبري پروګرامونو له بندولو ډډه کوي.
ماسک شنبه د مارچ پر ۵ وویل، چې د ځینو نورو هېوادونو له غوښتنې سره سره يې دا پرېکړه کړې ده.
ماسک په یوه ټویټ کې لیکلي: «ځینو هېوادونو له سټارلینک څخه غوښتي، چې د روسیې خبري سرچینې وتړي.»
د نوموړي په وینا، د دغو هېوادونو په اند، هغوی باید دا کار په وسلې سره وکړي.
په دې لړ کې، ماسک د خواشینۍ په څرګندولو سره ټینګار کړی، چې د بیان ازادۍ بشپړ پلوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون په روسیه کې د رسنیو چارو د تنظیم ادارې روسکوم ندزور په دغه هېواد کې فېسبوک ته د نه لاسرسي اعلان وکړ.
دا پرېکړه د روسي رسنیو د لاسرسي محدودولو په ځواب کې شوې ده.
دغه اژانس همداراز ټویټر ته د روسیې لاسرسی هم محدود کړی دی.
د ویلو ده، چې په وروستیو ورځو کې، پر اوکراین د روسیې د برید له امله پراخ بندیزونه او محدودیتونه پر دغه هېواد لګول شوي دي.