۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په واشنګټن کې د افغان سفارت او د نیویارک په لیټل نُک او د کلفورنیا په بیورلي هیلز کې د افغانستان د کونسلګریو کنټرول په واک کې واخیست.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ، چې د دوشنبې پر ورځ یې د افغانستان د ډیپلوماتیکو ځایونو د امنیت او ساتلو مسوولیت پر غاړه اخیستی او تر څه مودې له اجازې پرته دغه ځای ته ننوتل منع دي.
دا کار د مې پر ۱۶ له هغې وروسته شوی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته روښانه شوه، د افغانستان سفارت او کونسلګریو په دې هېواد کې په رسمي توګه خپل ډیپلوماتیک او کونسلي فعالیتونه درولي دي.
امریکا د طالبانو رژيم چې تېر کال یې له افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته واک ترلاسه کړ، په رسمیت نه پېژني او له دوی سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په هغه اعلامیه کې چې چهارشنبې به په فډرال دفتر کې خپره شي، ویلي چې تر بل خبر پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو استازولیو دفتر د امریکا سفارت او کونسلګریو د وسایلو، توکو او شتمنیو د خوندیتوب ضمانت کوي.
دغه وزارت څرګنده کړې، چې امریکا له درېيم هېواده نه دي غوښتي، چې په متحده ایالاتو کې د دغه هېواد د تاسیساتو یا ګټو د محافظ ځواک په توګه عمل وکړي. په دې لړ کې، له هغه وخته چې واشنګټن په کابل کې خپل سفارت تړلی، قطر په افغانستان کې د امریکا د ګټو د ساتونکي په توګه عمل کړی دی.