۸صبح، غور: یو شمېر ناروغ لرونکي چې د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره د غور ولایتي روغتون ته ورغلي دي، وایي چې له څو اوونیو راهیسې د خپلو ناروغانو روغتیا ته په تمه دي. هغوی په دې روغتون کې د بستر، درملو او روغتیایي امکاناتو له کموالي شکایت لري.
ناروغ لرونکي وایي، چې د ناروغانو درملنه یې د بستر او درملو د کموالي له امله په سمه توګه نه ده شوې او مړه کېږي.
د غور په ولایتي روغتون کې ډاکتران هم وایي، چې د ناروغانو شمېر د مخکې په پرتله څو برابره زیات شوی دی.
د هغوی په وینا، د پرسونل شمېر او د روغتیایي امکاناتو کموالي ته په پام ناروغان په ځانګړې توګه ماشومان په دغه روغتون کې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
د غور ولایتي روغتون یو ډاکتر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، په دې روغتون کې یوازې د ماشومانو په برخه کې چې د ناروغانو د منلو ظرفیت یې ۶۰ ناروغه دی، اوسمهال ۱۸۰ ناروغان تر درملنې لاندې دي.
غور د افغانستان په لوېدیځ کې تر یو میلیون د ډېرو وګړو په لرلو سره یوازې یو ۱۵۰ بستریز دولتي روغتون لري.