۸صبح، غور: د غور سیمه ییزې سرچینې وایي چې ناپېژانده موټرسایکل سپرو وسلهوالو په دغه ولایت کې یو کس په ډزو وژلی دی.
دا پېښه نن شنبې ورځ، تلې میاشتې په ۸مه د فیروزکوه ښار په «میدانک رضاها» سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي، چې دغه کس «ملا جلال» نومېده او د «ميدانک» سيمې يو هټۍوال و.
تر اوسه د دغه سړي د وژنې انګېزه نه ده معلومه.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تېر کال د ملا جلال ورور مولوي عبدالمتين هم د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی و. عبدالمتین د غور ولایت په دارالعلوم کې استاد و.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو میاشتو کې په غور کې ورته پېښې زیاتې شوې دي.
څه موده وړاندې د دې ولایت په تیورې ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو یو هټۍوال په ډزو وواژه.