د رسمي شمېرو له مخې، مزارشریف کې زرګونه ماشومان بېوزلۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت اړ کړي، چې درانه کارونه وکړي او خپلې کورنۍ ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي.
هغه ماشومان چې د کورنۍ سرپرستان یې جګړو ترې اخیستي، اړ دي چې کار وکړي او خپلې کورنۍ وچلوي. بېوزلي، د کار نشتوالی، د خوراکي توکو لوړې بیې او د کورنۍ مشرانو له لوري د مخدره توکو کارونه نور هغه لاملونه دي، چې ماشومان درنو کارونو ته اړ کېږي.
د مزارشریف په واټونو کې کارګر او خیراتمار ماشومان ډېر لیدل کېږي. عمر شاوخوا اووه کلن دی. نوموړی د سړک تر غاړې ناست دی او څو قلمونه یې په لاس کې د پلور په پلمه نیولي دي. هغه دلته ناست دی، چې یو څوک یو څو روپۍ خیرات ورکړي یا قلم ترې واخلي. کله چې مې له عمر نه پوښتنه وکړه، پلار دې څه کار کوي، ویې ویل: «پلار نه لرم، پلار مې په اردو کې و، طالبانو وواژه، پیسې نه لرو. مور مې وايي، لاړ شئ قلمونه وپلورئ، زه او خور مې قلمونه پلورو او کور ته ډوډۍ وړو.»
په دې ډله کې هغه ماشومان هم شته، چې کورنیو یې درنو کارونه ته اړ کړې دي. په بلخ کې د ماشومانو لپاره یو دروند کار د خښتو په بټيو کې خشتمالي ده.
مېراحمد د خښتو پخولو په بټۍ کې کار کوي. نوموړی درې ماشومان لري. مشر زوی یې اته کاله عمر او لور یې شپږ کاله عمر لري. د میراحمد د مېرمنې په پښتورګي کې کاڼي دي او نوموړی اړ دی، د کور د مصارفو تر څنګ د خپلې مېرمنې د درملنې لپاره هم هڅه وکړي؛ خو دا کار یې په یوازې ځان له وسه پورته دی، چې له همدې کبله د مرستې په موخه خپل ماشومان هم راولي. هغه وايي: «زه، ماشومان او مېرمن مې کار کوو، مصرف نه پوره کېږي. همدلته مې ماشومان هم راسره کار کوي، په ګرانه یو څه پيسې پیدا کوو. ښوونځي ته نه ځي. پیسې نشته چې ښوونځي ته لاړ شي. کاروبار نشته.»
د میراحمد شپږ کلنه لور ماري د خښتو قالب په سختۍ پورته کوي؛ خو د پلار تش لاس له یوې خوا او د مور ناروغي له بلې خوا د دې لامل شوې، چې تر سره لمر لاندې د پلار لاسنیوی وکړي. ماري په خپله ماشومانه لهجه وايي: «غواړم د نورو نجونو په څېر مکتب ته لاړه شم؛ خو پلار مې پیسې نه لري. کار کوم او له پلار سره مې مرسته کوم. د مور بډوډي کې مې کاڼي دي، پيسې نه لرو.»
بېوزلي او ناوړه اقتصادي حالت ډېر ماشومان درنو کارونو ته اړ کړي او هغوی راتلونکی یې له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړی دی.
د میراحمد د کارځای ته څېرمه نور ماشومان هم لیدل کېږي، چې اړ دي د ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره له ښوونځي او زده کړو لاس واخلي او خښتې ووهي. نصیراحمد یو ماشوم دی، چې د بېوزلۍ او نادارۍ له کبله اړ دی ښوونځی پرېږدي او د ښار په یوه څنډه کې خښتې ووهي؛ خو دا کار یې هم له وسه پورته دی. ۱۳ کلن نصیراحمد وايي: «کورنۍ کې ۱۰ کسان یو. دلته د ورځې ۵۰۰ خښتې وهو او ۲۰۰ افغانۍ راکوي. بیا په دې پیسو یو نیم شی کور ته وړو. مجبوري ده نو.»
هغه کورنۍ چې له خپلو ماشومانو سره په ګډه د خښتو په بټۍ کې کار کوي وايي، چې د ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره په اجباري توګه پر خپلو ماشومانو کار کوي.
په هېواد کې د هرې ورځې په تېرېدو د کارګرو ماشومانو شمېر ډېرېږي؛ خو تر دا مهاله طالبان د دغو ماشومانو د ملاتړ او زدهکړو برابرلو لپاره کوم پلان نه لري.