۸صبح، کندهار: کندهار ولایت کې سیمهییزې سرچینې وايي، چې د یوې ځایي راډیو خبریال نصیراحمد میرزایي ځانوژنه کړې ده.
سرچینې وایي، چې میرزایي یکشنبه د لیندۍ پر ۲۷ د کندهار د عینو مېنې ښارګوټي پر ۲۵ سړک په خپل کور کې ځانوژنه کړې ده.
د سرچینو په وینا دغه خبریال مخکې د کندهار په ملي راډیو کې دنده لرله او اوسمهال یې په یوه ځایي راډیو کې کار کاوه.
د طالبانو سیمهییزو چارواکو د هغه د ځانوژنې لامل کورنۍ ستونزې بللې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې کندهار کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې، خو دا لومړی ځل دی، چې یوه خبریال داسې کار کړی دی.