۸صبح، کندهار: سیمهییزې سرچینې وايي چې په کندهار کې یو ۳۰ کلن ځوان په ډزو وژل شوی دی.
سرچینو ویلي چې ناپېژانده وسلهوالو پنجشنبه د غويي پر ۲۰مه د سهار شاوخوا ۸:۰۰ د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یو ځوان وژلی دی.
د دغه کس نوم امانالله و او په سپین بولدک کې یې په یوې نانوانۍ کې کار کاوه.
امانالله د کندهار خاکریز ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.
په دې وروستیو کې د هېواد په شمېر سیمو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.
د یادونې ده چې ناڅرګندو وسلهوالو د تېرې چهارشنبې پر شپه د میمنې ښار ولایتي روغتون ترڅنګ یو ۷۰ کلن سړی له خپل ۱۰ کلن زوی سره په یو دوکان کې په ډزو وژلي دي.