۸صبح، کابل: د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ نی کندهار کې د ځایي خبریال نصیر میرزایي د مړینې د څېړنې غوښتنه وکړه.
نی یکشنبه د لیندۍ پر ۲۷ په یوه اعلامیه کې «د کورنیو ستونزو له امله» د دغه خبریال «ځانوژنه» رد کړه او د دغې موضوع د رسمي څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
دا په داسې حال کې، چې د طالبانو ځایي سرچینو ویلي وو، چې دغه خبریال یکشنبه د لیندۍ پر ۲۷ د کندهار د عینو مېنې ښارګوټي په ۲۵ سړک خپل کور کې د کورنیو ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده.
د نی په اعلامیه راغلي: «د ښاغلي میرزایي د مړینې د لامل د روښانه کېدو لپاره اړتیا ده چې عدلي طب او اړوند بنسټونه په رسمي توګه په دې تړاو خپلې څېړنې وکړي.»
د ویلو ده، چې نصیر میرزایي له دې مخکې د کندهار په ملي راډیو کې دنده لرله او اوسمهال یې په یوه ځایي راډیو کې کار کاوه.