۸صبح، کابل: له لوړو زدهکړو د نجونو له بشپړد منع کولو وروسته د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې ویلي، چې دغه اقدام د منلو وړ نه دی.
کرن ډیکر چهارشنبه د لیندۍ پر دېرشمه غرمهمهال په یو لړ ټویټونو کې ویلي، هغه نارینه چې دا پرېکړه یې کړې ده افغانستان د بېوزلۍ لور ته بیایی.
کرن ډیکر د افغانستان له نارینهوو غوښتي، چې د نجونو او ښځو ترڅنګ ودرېږي. هغې د افغانستان نارینهوو ته په خطاب ویلي: «اوس یې وخت دی. څه ته په تمه یئ.»
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې ټینګار کړی، چې امریکا له افغان مېرمنو او ښځو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
طالبانو تېره شپه له زدهکړو د نجونو د بشپړ ممنوعیت فرمان صادر کړ.