طالبانو له څو میاشتو پټولو وروسته، پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو پر ورتګ د بشپړ بندیز سند خپور کړ. دې ډلې تر دې وړاندې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي هم تړلي دي. په تر ټولو تازه مورد کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دې ډلې د کابینې د مصوبې پر بنسټ یو لیک خپور کړی چې پکې ویل شوي چې تر راتلونکي خبرتیا پورې د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو دروازې د ښځو پر مخ تړل کیږي. د طالبانو دغه اقدام له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی. ځینو دا د « بشریت ضد جنایت او نړیوالو جرمونو » یوه بیلګه بللې او د طالبانو د دې پرېکړې پر ضد یې د نړیوال کمپاین غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ۸صبح ورځپاڼې داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي، طالبان د ښوونیز نصاب په بدلولو سره کتابونو ته وینه او کرکه ورستنوي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سه شنبې په ورځ د لیندۍ پر ۲۹مه، ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته یو لیک صادر کړی دی چې پکې ویل شوي، د دغې ډلې د کابینې د پرېکړې له مخې، تر امرثاني پورې تحصیلي مرکزونو ته د نجونې او ښځو ورتګ منعه شوی دی.
په دغه لیک کې راغلي: «د 1443 هجري قمري کال د ۲۸ مې ګڼې مصوبې د پرېکړې په اساس تاسي ټولو ته خبر درکول کیږي چې یاد حکم (چې د اناثو تحصیل تر امر ثاني پوري معطل دی) عاجل عملي کړې او د خپلو اجرااتو څخه د وزارت مقام ته اطمنان ورکړئ.»
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې ۸صبح ورځپاڼې د ښځو پر مخ د د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د دروازو د تړل کېدو په تړاو د طالبانو د کابینې د پرېکړې جزئیات ترلاسه کړي وو. په دغه رپوټ کې ویل شوي وو، چې طالبان به د مني د سمستر له پای ته رسېدو وروسته پوهنتونونه د ښځینه محصلینو پر مخ وتړي. تر دې وړاندې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي وو، چې طالبان به دغه پرېکړه د روان ښوونیز کال په پای کې عملي کړي.
د معترضو نجونو او ښځو غبرګون
په ر سنیو کې د دغه لیک له خپرېدو سره هممهاله، یو شمېر معترضو ښځو او نجونو دغه حکم د انسان ضد بللی او پر وړاندې یې د اعتراض کړی دی. دغو ښځو په ټولنیزو رسنیو کې د ویډيوګانو او لیکنو په خپرولو سره ویلي دي، چې طالبانو په خپل دغه کار سره خپل د جهالت او ظلمت منشور په بشپړ ډول صادر کړی دی او غواړي په افغانستان کې د منځنیو پېړیو په بڼه حکومت وکړي.
یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو او نجونو د طالبانو د دغه اقدام په غبرګون کې ویلي، چې د پاسپورټونو وېش تر امر ثاني پورې ، د نجونو ښوونځي تر امر ثاني پورې، د نجونو پوهنتونونه تر امرثاني پورې، د نجونو د کار حق تر امرثاني پورې. نکاح خط تر امرثاني پورې، له بانکونو د پیسو را اېستل تر امر ثاني پورې او ….. تر امرثاني پورې بند شوي دي. د هغوی په وینا، موږ په داسې یو هیواد کې ژوند کوو چې له ساه اخېستلو پرته نور هرڅه تر امر ثاني پورې ځنډول شوي دي.
يو شمېر معترضې ښځې او نجونې د ښځو او نجونو د تحصیل پر دوام د بندیز حکم د « بې ساری جهالت» بللی او ویلي یې دي، چې دا ځل به یې د افغانستان خلک پر وړاندې سر ټيټ نه کړي. یوه معترضه نجلۍ رعنا( مستعار نوم) د طالبانو پر دغه کار سخته نهیلې او اندېښمنه شوې ده. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې نړیوالې ټولنې طالبانو ته هره ورځ د « باج په ورکولو او د اونیزو ډالري بستو په لېږلو سره» دا ډله ورځ تربلې لا شریره او ظالمه کړې ده. هغه د طالبانو دغه ګام « د بې پایه مرک جهل او شرارت نښه» بولي او تمه لري چې د افغانان تر دې زیات غلي پاتې نه شي او د طالبانو د انسان او بشر ضد سیاستونو پروړاندې ودرېږي.
په ټولنيزو شبکو کې د نجونو پر زده کړو د بنديز په تړاو يو شمېر نجونو او مېرمنو غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې که د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو د بنديز لګولو د تګلارې مخه نیول شوې وای، نو دغې ډلې به د دوی په وینا په دا ډول «بې شرمه او غير انساني» حکم لاس نه وای پورې کړی.
اخوا د «د افغانستان دښځو ځواکمن غورځنګ» د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي: «طالبان به تر هغو پر ښځو له ظلم او ستمه لاس وانخلي چې هېواد د جهالت په تورو تیارو کې ډوب شوی نه وي» دغه بنسټ زیاته کړې ده : « له ټولو پوهو نجونو، ښځو او نارینه وو نه چې په جنسیتي برابرۍ باور لري، غواړو چې د دې ناوړه او بشري ضد پریکړو پر وړاندې ودریږي او اجازه ورنه کړي چې طالبان د هیواد هر څه له منځه یوسي او افغانستان د افغانانو د هیلو په هدېرې بدل کړي.»
د « افغانستان ښځو ځواکمن غورځنګ« ویلي، طالبان د پوهې او ښځو ضد په دغو تګلارو سره د ترهګرو او ایډیالوژیکو ډلو د فکر ي ودې لپاره زمینه برابروي، چې نه یوازې هېواد بلکې ټولې سيمې ته به امنیتي ننګونه رامنځته کړي. دغه معترص خوځښت له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره له تعامل او د باج ورکولو له سیاسته لاس واخلي او د دې خاورې له وېښو نارینه وو او ښځو سره یو ځای شي، څو د بشريت نړۍ د ظلم، تحجر او انسان وژنې له شر ه خلاصه شي.»
د ملګرو ملتونو غبرګون
ملګرو ملتونو د نجونو پر تحصیل د بندیز حکم د اندېښنې وړ بللی دی. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د سه شنبې په ورځ د لیندۍ پر ۲۹مه، وویل: « دا کار د طالبانو له ژمنې یوه بله سرغړونه ده.» هغه زیاته کړه: «له کله چې طالبان واکمن شو، موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې او ټولنې د فضا د محدودېدو شاهدان پاتې شوي یو.» هغه وویل: «دا اقدامات ډير د اندیښنې وړ دي. د دې تصور خورا ګران دی، چې یو هېواد څرنګه د ښځو له فعاله مشارکت پرته ستونزو او ننګونو ته رسېدنه کوي. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځيو پر تړل کېدو هم اندېښنه ښودلې وه.
د سیاستوالو او سیاسي ګوندونو غبرګون
د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي په یو لړ ټویټونو کې طالبان د «راتلونکو نسلونو لپاره د تاریخ د شرم وړ پاڼه» بللي ده. ښاغلي احمدي لیکلي چې په کور دننه او بهر د طالبانو لابيګران چې د دې ډلې په ګټه تبلیغات کوي«که لږ ژوندی وجدان هم ولري باید له شرمه مړه شي.»
د افغانستان د ښځو ځواکمن غورځنګ ویلي، طالبان په دې علم او د ښځو ضد سیاستونو سره د تروریستي او ایډیالوژیکو ډلو د فکر د ودې لپاره زمینه برابروي، چې نه یوازې دا چې هېواد ته به امنیتي ننګونه رامنځته کړي. بلکې ټولې سیمې ته. دغه احتجاجي خوځښت له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو سره د تعامل او اختلاس سیاست ودروي او د دې خاورې له بیدارو نارینه او ښځو سره یو ځای شي، تر څو د نړۍ انسانیت د ظلم، استحصال او نسل وژنې له شر څخه خلاص شي.
د پخواني حکومت د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل پر خپل ټویټر د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري د نجونو پر زده کړو د بندیز په تړاو صادر شوی لیک خپور کړی دی. ښاغلي نبیل په ټویټ کې لیکلي: «پوهنه/ پوهه په ټولنه کې د فکري ودې او د ازادۍ غوښتنې د روحیې د پیاوړتیا لامل ګرځي. طالبان باید د خپل پایښت لپاره ټولنه په تیارو کې وساتي، ځکه دوی خپل پایښت او وده د ځوان نسل په ناپوهۍ پورې تړلې ګڼي.»
مخکیني حکومت د سولې د مرکچي پلاوي غړي ډاکټر محمد امین احمدي په یوه ټویټ کې د طالبانو دا دغه کار د ښځو پر وړاندې «بشپړ تبعض» بللی دی. ښاغلي احمدي لیکلي: «د ښځو پر وړاندې په پراخه کچه اپارتاید تر توکمیز اپارتایده ناوړه.» خو د اړوند کنوانسیون له مخې، دغه عمل د بشریت پر ضد د جنایت یوه بیلګه او نړیوال جرم دی،له همدې امله یې په رسمي توګه د پېژندلو لپاره یو نړیوال کمپاین بنسټيزه او برخلیک ټاکوونکې اړتیا ده.»
د تېر حکومت د سولې په چارو کې د دولت وزارت معین عبدالله ازاد خنجاني په یو لړ ټوېټونو کې لیکلي چې د طالبانو دا پرېکړه د تمې پرخلاف نه وه. هغه لیکلي: «د لوېديځو ډیپلوماټانو له لوري د طالبانو اصلاح شوې نسخه یوه افسانه وه. »د طالبانو بدلون له افغانستان د خوندي وتلو د توجیه کولو لپاره یوه تبلیغاتي محتوا وه.»
ښاغلي خانجاني په دې ټویټ کې زیاته کړې: «بالاخره به د قوي سیاسي ارادې، همغږې کړنلارې او کاري میکانیزم په نشتوالي کې، طالبان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو پر ازادۍ له لوېدیځ سره سره معامله وکړي.
د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي په یوه ټویټ کې لیکلي: «طالبانو اوس پوهنتون ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی دی. دا د شرم خبره ده. دا پرېکړه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړې حق تر پښو لاندې کوي. طالبان هره ورځ په ښکاره توګه اعلان کوي چې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو اساسي حقونو ته درناوی نه کوي.»
د ښځو يوې سياسي فعالې ډاکټرې عالمې هم په یوه ټویټ کې لیکلي: «هغه محدودیتونه چې طالبانو په ۹۰مه، لسیزه کې د ښځو پر ژوند او چلند باندې د منځنیو پیړیو د فرمانونو له لارې لګولي وو، د ښځو پر وړاندې د دوی په نوي فرمان سره بشپړ شول.»
د ښځو د حقونو یوې فعالې مرضیې احمدي پر خپل فیسبوک د نجونو پر زده کړو بندیز د «بشریت ضد جنایت» یوه بېلګه بللې او له نړیوالو سازمانونو یې غوښتي، چې د افغانستان د ښځو او خلکو تر څنګ ودرېږي او د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي. د هغې په وينا، دغه ډله هېڅ ډول انساني او مساويانه اقدام ته په مثبت نظر نه ګوري.
يوې لیکوالې حمیرا قادري، د طالبانو د فرمان د اعلان شپه د تاریخ تر ټولو اوږده شپه بللې ده. هغی په يوهټویټ کې لیکلي: « نن شپه د افغان نجونو لپاره د تاریخ تر ټولو اوږده شپه ده. څه يوه یلدا!»
د طالبانو د دغه حکم پر وړاندې غبرګونونه دومره پراخ دي چې ان طالبانو ته نږدې څېرو هم دغه کار غندلی دی. په هیواد کې دننه او بهر د بیلابیلو عمرونو نارینه وو او ښځو د طالبانو د دغه حکم پر وړاندې غبرګون ښودلی او دا یې د «بشریت ضد جنایت او نړیوال جنایت» یوه بیلګه بللې ده. خو طالبانو تر اوسه د نجونو پر تحصيل د بندیز د حکم پر ضد په ټوله نړۍ کې شويو اعتراضونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د طالبانو د لوړو زده وزارت د دغه ليک په خپرېدو سره ټولې ټولنيزې شبکې د طالبانو د دغه کار پر وړاندې د کرکې له بيانولو ډکې شوې دي او د ټولنې د بيلابيلو ډلو له لوري په آنلاين بحثونو کې د طالبانو د دې پرېکړې پر وړاندې د درېدو خبره شوې ده.
د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لنډیز
طالبانو پر افغانستان له بيا واکمنېدو وروسته، د ښځو پر وړاندې پراخ بندیزونه لګولي دي. دې ډلې په خپلو لومړنيو ګامونو کې د نجونو ښوونځي وتړل چې تر اوسه نه دي پرانیستل شوي. تر هغې وروسته طالبانو د ښځو چارو وزارت لغوه کړ. دغې ډلې پر ښځو د بنديزونو د لګولو په لړ کې د ښځو پر مخ تفریحي پارکونه، سپورتي تالارونه، د ښځو تشنابونه او رسټورانټونو ته تړلي دي.
اجباري حجاب، د تلويزيونونو پر پردو د ښځو د مخ پټول، له دندې ګوښه کول، د هلکانو او نجونو د ټولګيو جلا کول، په روغتونونو کې له طبي کارکوونکو سره پر خبرو کولو بنديز، له محرم پرته پر سفر بنديز، د نکاح خطونو پر اخيستو بنديز او د تحصيلي څانګو په ټاکلو کې محدوديت، پر ښځو له لګول شويو لويو محدويتونو دي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵سره سمون خوري،د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته،یو شمیر سیاستوالو او د دې ډلې لابيګرانو په نړیوالو غونډو کې د طالبانو د تګلارې د بدلون په تړاو خبرې وکړې. اوس له صحرايي محاکمو، درو وهلو، اعدامونو، د ښځو او نجونو پر زده کړو او تحصيل له بشپړ بنديز او د ژوندانه له نورو برخو د هغوی له حذف کېدو وروسته، ويل کيږي چې طالبانو د خپلې لومړۍ دورې ټولې تګلارې عملي کړي دي.