۸صبح، کندهار: په تېرو درېیو ورځو کې د کندهار پر فضا بې پیلوټه الوتکې لیدل شوې دي.
له کندهار ولایت څخه یوې سرچینې شنبې د مرغومي په ۲۴مه وویل چې په تېرو درېیو ورځو کې د کندهار ښار او یو شمېر ولسوالیو پر فضا بې پيلوټه الوتکې لیدل شوې دي، خو د سرچینې په وینا ددغو الوتنو موخه لا نه ده مالومه شوې.
سرچینه زیاتوي چې بې پيلوټه الوتکې تر ډېره د کندهار ښار او میوند ولسوالۍ پر سر ګزمې کوي.
په کندهار کې په داسې حال کې بې پیلوټه الوتکې ګرځي چې د طالبانو مشر ملاهبت الله آخوندزاده او د دې ډلې یو شمېر نور مشران په دې ولایت کې اوسېږي.
له دې مخکې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې بې پیلوټه الوتکو پر ځینو هدفونو بریدنه کړي دي.