۸صبح، کابل: کابل ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې کابل کې نن ماښام د یوې چاودنې له امله دوه تنه په سطحي ډول ټپیان شوي دي.
کابل ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ شنبه شپه د سلواغې پر پنځهلسمه نېټه د یوه ټویټ په خپرولو لیکلي، چې دغه چاودنه ماښام ۶:۰۰ بجې شاوخوا د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند د پښتونستان واټ په څلورلارې کې شوې ده.
د هغه په وینا، په دې چاودنه کې د ملکي وګړو یو هایلکس ډوله موټر په نښه شوی دی.
ځدراڼ جوته کړې، چې د طالبانو د څېړنې ډلې سیمې ته رسېدلې دي.
د ویلو ده، چې د دې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی اخیستی.