د دین او تمدن ترمنځ اړیکه، یو له مهمو تاریخي او ټولنیزو مسئلو څخه ده. دین د هغو لارښوونو مجموعه ده، چې د انسان له معنوي اړخ رغولو سربیره، د هغه د ژوند بدلون اړخ ته هم بنسټیزه لاره هواروي. او د بشپړتیا په لور، د انساني حرکت مرکزي تګلاره ټاکي. انسان خپلې دندې او حقونه د يوه ځانګړي بصيرت په مرسته او له دين څخه د درک درلودلو پربنسټ پېژني.
تمدن د ژوند یوه ځانګړې بڼه ده. د وخت له غوښتنو او اړتیاوو سره سمون او بدلون مومي. کله چې وخت بدليږي او انساني اړتیاوې لوړيږي، نو نوې پوښتنې او غوښتنې رامنځته کيږي، د نويو نوښتونو اړتیا احساس کيږي او په پایله کې یو بل تمدن رامنځته کيږي؛ ځکه چې د انسان د وجود هوساينه نور د ژوند په موجوده ځانګړې طریقه کې ځان نشي ځايولاى.
په علمي کچه د يوې پرمختللي ټولنې په منځکې ژوند کول او د همدغې ټولنې له چلن کړو وړو، اخلاقو او دودونو سره عادت کول، په اقتصادي چارو کې دقت نظم او هوښیارتیا، سیاسي شاخصونه درلودل، اخلاقي دودونه او د علم د پرمختګ په لاره کې لاسته راوړنو ته تمدن ويلاى شو.
په هر حال په انساني ټولنه کې، د دواړو خواوو ترمنځ ټکر نه؛ بلکې نېږدې اړيکې ساتل او انډول رامنځته کول، د ژوند د معنوي او مادي اړخونو د دوام لپاره، د اکسیجن حيثيت لري. اساسي خبره داده چې په فردي او ټولنيزه توګه د ثبات، سولې، پرمختګونو او نظم د رامنځته کيدو په موخه، د معنوي او مادي رنځونو د درملنې لپاره که د وخت له غوښتنو سره سم مسلکي روزل شويو افرادو ته د درملنې دنده نه سپارل کېږي؛ نو حتما د معنويت او ماديت ترمنځ انډول، له منځه ځي، په ټولنه کې شته رنځونه سرطاني ريښې جوړوي او د ټولنې د پاشل کيدو لامل ګرزي.
که احياناً د معنويت برخه برلاسه کيږي، نو له انسان څخه منصور جوړيږي. د «اناالحق» چيغه پورته کوي او که د ماديت تله درنه شي، نو له انسان څخه قارون جوړيږي چې وجود يې په هېڅ حال کې ټولنې ته ګټه نهلري.
په تاریخي ډول، په هره ټولنه کې، داسې ډلې شته، چې پخپل عملي ژوند کې، پرمختګونه غواړي؛ خو ددې مطلب قطعاً دا نه دى چې هغوى دین پریږدي. دا خلک د اعتدال لاره نيسي او نوښتونو ته په دين کې لاره لټوي. د ماديت او معنويت ترمنځ انډول رامنځته کوي او ژوند ته دوام ورکوي.
د اسلام اصلی قوت د هغه په رښتینولي باندې د مسلمانانو باور، د تذبذب او تزلزل له کچې څخه د بشپړ يقين تر کچې پورې، لوړولو او زړونو ته د ننوتلو له لارې، د انساني ټولنو له مديريت کولو څخه سرچینه اخلي. او غوره حکومتولي هغه ده چې حاکم د ديني لارښوونو د ترلاسه کولو لپاره، مسجد او يا هم د ديني عالم کور ته ورشي. ستونره هغه مهال رامنځته کيږي، چې د ځينو ديني کړيو د مټکور ذهنيت او په پرلپسېي ډول د نويو ساينسي پرمختګونو ترمنځ ټکر ته، د غبرګون له امله، په انسانانو کې، د مادياتو اړخ پياوړى شي او پایله کې د ټولنيزو ارزښتونو له منځه تلو ته لاره هواره شي.
که دين د سياسي ډلو ټپلو لخوا د خپلو ګټو او واک ترلاسه کولو لپاره وکارول شي، نو ناورين زېږوي، ځکه چې حاکم ته د خپلو اعمالو د توجیه کولو په موخه، له دين څخه د خپلې خوښې د فتوا ترلاسه کولو کې هېڅ ستونزه نه پېښېږي. که د ديني برخې او معاصرې حکومتولي ترمنځ اړين انډول له منځه ځي او ديني ډلې د حکومتولي مسئوليت هم په غاړه اخلي، نو د معنوي رنځونو معالج ته له خپلې دندې سربېره، د مادي رنځونو د درملنې دنده هم سپارل کېږي، د واک ساتلو په حرص او د مادي امتیازاتو په ترلاسه کولو باندې معتاد ګرځي، یو مطلقالعنان ناکام نظام رامنځته کيږي، چې په بالقوه توګه په دين باندې د ټولنې باور ته زيان اړوي، تخلیقي انرژي يې له منځه وړي او ټولنه د رکود خواته ځي.
زموږ په ټولنه کي، د معنويت او ماديت ترمنځ د ټکر په نسبت، د يوه او بل د کړنو پر وړاندې د مقابل لوري افراطي غبرګون، ستره ستونزه ده. که له ديني علماو سره د پرونيو ارګمېشتو دښمنانه چلن او د نننۍ حکومت امپراتورانه ديکتاتوري ترمنځ، د مشترکاتو په لټون پسې هڅه وکړو؛ نو وينو چې د پخوانیو او نننيو ارګمېشتو ترمنځ، يو د بل په وړاندې، افراطي غبرګون، د اشتراک ګډ ټکی جوړوي. پرونيو ارګمېشتو له ديني ټولنو سره په جفا کولو کې افراط کاوه او د ارګ ننني مينان، د دين له ادرسه، له دين سره د افراطي اړخ نيولو له امله جفا کوي. بله نکته د دواړو خواوو ترمنځ د يو بل په مسئوليتونو باندې خيټه اچول او د مقابل لوري د حذف او نفي کولو تګلاره جوړوي.
که د کلتورونو د ټکر په تړاو ارزونه او څيړنه پيل کړو؛ نو داسې ښکاري چې دا ځل د معمول خلاف کليوالي کلتور ته په ښاري تمدن باندې، د دين له ملاتړ سره يوځاى، د حاکميت چانس لاس ته ورغلى دى. اوسنى نظام د لسيزو وړاندې کليوالي دود ته ورته دى، چې د يويشتمې پيړۍ د معلوماتي تکنالوژۍ په معاصر وخت کې، په ښاري ټولنه باندې پلیکېږي. همدا لامل دى چې په کليوالي سيمو کې، د ښاري خلکو په نسبت، د وروستيو مټکورو امرونو پر وړاندې غبرګون نرم دى.
که د نفسياتي انتقام اړخ راوسپړو او د ځينو انسانانو لخوا په ماضي کې، د خپلو محرومیتونو له امله، د لاعلمي په حالت کې، د خپل محرومیت د غچ اخیستو فلسفه راڅيړو، نو داسې ښکاري چې کله کله چارواکي- پرته له دي چې د خپل چلن په افراطي اړخ پوه شي، د خپلو ناوړه کړنو له امله، د راتلونکي نسل عقيدوي ستونزې درک کړي، د هيواد تياره راتلونکي په نظر کې ونيسي، د خپل ولس اړتیاوې وسنجوي، له نړۍ سره د سيالي په کولو فکر وکړي, تر ټولو مهمه دا چې د خپلو کړنو لپاره په کوردننه او د اسلامي امت له علماو څخه د مشروعیت هڅه وکړي، په ښاري تمدن او د معاصرو ښوونيزو بنسټونو، ښځينه زدهکونکو پر وړاندې نفسياتي انتقامي کړنو ته، په نورو نومونو دوام ورکوي. دا هغه کړنې دي چې له هېڅ ډول موازينو سره سمون نه خوري!
که له پورتنیو ستونزو څخه د تل لپاره د ژغورنې هيله لرو؛ نو پخپلو فکرونو، کړنو، ارزونو او چلندونو کې به بدلون راوړو. د ناستو غونډو سيمينارونو او ورکشاپونو له لارې به معلوموو چې په تېرو پنځو لسيزو کې- له استثنا پرته- موږ ټول ولې د داسې نظام په جوړولو کې ناکام يو، چې هم اسلامي وي، د اهليت معيار هم په پام کې نيول شوى وي، پر ملي مشارکت هم ولاړ وي، واک ترلاسه کولو ته متفقه ميکانيزم او ټول منلى اساسي قانون هم ولرو؟
موږ د زدهکړو په برخه، سترې ننګونې په مخکې لرو. او ټول افغانان د زدهکړو لپاره د هېواد د پرېښودو امکانات هم نهلري. موږ کولاى شو له اوسني بنبسته د وتلو لپاره سولهیيزې مسلسلې مبارزې ته په هوډمنتوب، له اړونده نړيوالو ادارو او د لوړو زدهکړو له نړيوالو ادارو سره د هرې ممکنه لارې په کارولو، د ښونځيو او پوهنتونونو په کچه، د وړيا انلاينزدهکړو سيستم رامنځته کولو لپاره، مبارزه وکړو. البته دغه نوښت همغږي ملاتړ او ريښتونې هېوادنۍ مينې ته اړتیا لري.