۸صبح، سرپل: سرپل کې سیمهییزې سرچینې وایی، طالبانو په دغه ولایت کې ۱۴ نارینه او ۹ ښځې په دُرو وهلې دي.
د دغو تورنو کسانو په اړه د طالبانو د محکمې حکم سه شنبه د کب مياشتې پر دويمه نېټه د سرپل ولايت په لوبغالي کې عملي شوی دی.
طالبانو اعلان کړی، چې دغو کسانو ته له واده مخکې د اړیکو نیولو، له کوره د تېښتې، لواطت، خیانت او قمار په جرم سزا ورکړل شوې ده.
د طالبانو له خوا په عام محضر کې تورنو کسانو ته سزا ورکول تر دې وړاندې هم د نړیوالو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.
ځايي سرچينې وايي، چې په يو شمېر ولايتونو کې د طالبانو صحرایې محکمې د خلکو له زياتو نيوکو وروسته د خلکو له سترګو لرې ترسره کېږي.