۸صبح، جوزجان: په جوزجان کې سيمهييزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د طالبانو دوه غړي د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا وژل شوي دي.
دا پېښه پنجشنبه د غويي پر ۲۰مه د شپې شاوخوا ۸:۰۰ بجې د شبرغان ښار د سخياباد په سیمه او د طالبانو د استخباراتو مرکز څو قدمۍ کې شوې ده.
د تېرې شپې په ډزو کې د وژل شویو طالبانو نومونه ملا ضیاالدین او قاري محمود یاد شوي دي.
طالبانو د دغې پېښې رامنځته کېدل او د خپلو غړو وژل کېدل منلي دي.
تر اوسه د دې پېښې انګېزه نه ده معلومه او نه یې هم کومې ډلې پړه پر غاړه اخیستې ده.
تېره مياشت هم د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې د طالبانو دوه غړي د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا وژل شوي وو.