۸صبح، کابل: افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشی اوکادا د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراجالدین حقانی سره لیدنه کې په نوي ښوونیز کال کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه وکړه.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سه شنبه شپه د کب میاشتې پر ۲ نېټه پر خپله ټویټرپاڼه د یو لړ ټویټونو په خپرولو د سراجالدین حقاني او تکاشي اوکادا ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی دی.
د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر په دې لیدنه کې ویلي، چې پر دې ډلې لګیدلو بندیزونو او بانکې محدودیتونو خلکو ته زیان رسولی دی.
حقاني ټینګار وکړ، چې د بندیزونو سیاست د هېچا په ګټه نه دی او نړۍ د طالبانو په خلاف د بندیزونو په لګولو سره د افغانستان خلکو ته سزا ورکوي.
دغه طالب چارواکي هیلهمندي ښودلې، چې نړیواله ټولنه به له دغې ډلې سره د تعامل لار خپله کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نوي ښوونیز کال په رارسېدو سره د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستو ته خلک سترګې په لار دي.