۸صبح، تخار: په تخار کې ځایي سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو د خپلمنځي جګړې خبر ورکوي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه نښته د جمعې په ورځ د وږي په ۱۰مه د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ په مسجد سفید–دوراهي سیمه کې د پښتنو او تاجکو طالبانو ترمنځ شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دې پېښې وروسته لږ تر لږه پنځه پښتانه طالبان وژل شوي او د دې ډلې دوه نور ټپيان دي.
سرچینه زیاتوي، چې د دې شخړې لامل د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو شدت دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې په تېره يوه اونۍ کې د تخار ولايت په فرخار او خواجه بهاوالدين ولسواليو کې د طالبانو د بومي او پښتنو جنګياليو تر منځ لږ تر لږه دوه ځلې وسله والې نښتې شوې دي.
د دغو نښتو په لړ کې د دې ډلې درې تنه جنګیالي وژل شوي او اووه تنه نور يې ټپيان شوي دي .