د پاکستان پوځ خبر ورکړی چې د دوی پوځیانو د افغانستان پولې ته څېرمه د ټيټيپي پر یوه پټنځای برید کړی دی.
د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه برید د دوشنبې ناوخته د سپټمبر په ۲۵مه د خیبر پښتونخوا په ایالت کې شوی دی.
د خبرپاڼې مخې په دغه برید کې د دې ډلې د یو قوماندان په ګډون د ټيټيپي درې وسلهوال وژل شوي دي.
ټيټيپي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د خیبر پښتونخوا په چترال سیمه کې پراخ برید وکړ.
د دغه برید په پایله کې په جګړه کې ښکېلو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.