۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) یو ځل بیا د دغه سازمان د بودیجې پر کمېدو اندېښنه ښودلې او وایي، چې د مالي سرچینو په کمېدو سره به یو میلیون افغان میندې او ماشومان له خوراکي توکو بې برخې شي.
د خوړو نړۍوال پروګرام دا څرګندونې د سې شنبې ورځ د تلې میاشتې په ۴مه پر اېکس ټولنیزه پاڼه کړې دي.
دغه سازمان زیاته کړې ده: «په افغانستان کې ښځې خپله وروستۍ لاره له لاسه ورکوي. دا کمښت په دې مانا دی چې یو ملیون میندې او د دوی ماشومان به نور د خواړو ملاتړ ترلاسه نه کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې پرون د خوړو نړۍوال پروګرام خبر ورکړی و چې سږ کال به د نړۍ په ۵۱ هېوادونو کې ۴۰ میلیونه وګړي د لوږې له بېړنۍ کچې سره مخ شي چې ۱۵ میلیونه یې په افغانستان کې دي.
د نوې څېړنې له مخې، د دې موسسې د خوراکي مرستو کموالى د دې لامل شوى، هغه کسان چې پخوا د خوراکي توکو له سخت نشتوالي سره مخ وو، اوس د خوراکي توکو د نشتوالي په بيړنۍ کچه کې دي.