اوکرایني چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په ختیځ او سویل کې د روسیې له بمباریو وروسته لږترلږه پنځه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
دغه بریدونه د دوشنبې ورځ، د جنورۍ په لومړۍ نېټه، په لومړیو ساعتونو کې شوي دي.
د اوکراین په سویل کې د اودسا سیمې قوماندان اوله کیپر ویلي چې د نسکور شویو بې پیلوټه الوتکو د ټوټو غورځېدو له امله د ښار په بېلابېلو برخو کې د استوګنې ودانۍ هم سوځولي دي.
د اوکراين هوايي ځواک د اعلاميې له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسيې ٩٠ بې پيلوټه الوتکو پر اوکراين بريدونه کړي چې له دې جملې څخه يې ٨٧ بې پيلوټه الوتکې ويشتلې دي؛ خو ځینې یې د اوکراین په ختیځ کې د مایکولایف او دنیپرو سیمو کې ټکر شوې دي.
د اوکراين په لوېديځ کې د «لویو» سيمې چارواکو هم له پولنډ سره پر پوله د نوي ميلادي کال په پيل کې په دغه سيمه کې د روسيې د هوايي بريدونو خبر ورکړی دی.
د دوی په وینا، دغو بریدونو د «ډوبلیاني» ښار د پوهنتون ودانۍ ته چې د ۱۹۴۰ کال د اوکراین پوځ د یوه قوماندان د یادګار په توګه جوړ شوی، زیان اړولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، د نوي کال په وینا کې ژمنه کړې چې د کال په پای کې به د روسیې ځواکونه له ماتې سره مخ کړي.