د راپورونو په حواله، جاپان یو ځل بیا د رېښتر په کچه شپږ درجې زلزلې لړزولی دی. تر اوسه د دغې زلزلې له کبله د سونامي خبرداری نه دی ورکړل شوی.
نړیوالو رسنیو سهشنبه د جنورۍ پر ۹مه د دې زلزلې مرکز د جاپان نیګاتای ولایت ښوولی دی.
د راپورونو له مخې، دا زلزله نن په ځايي وخت ۵:۵۹ دقیقو شوې ده.
تراوسه د دغې زلزلې له کبله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه څه ویل شوې نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم دا هېواد د ریښتر په کچه د ۷.۶ درجې زلزلې شاهد و.
د دغې زلزلې مرکز د جاپان د ایشیکاوا ولایت نوتو ښار ښوول شوی و چې له کبله یې ۲۰۲ کسان مړه او ۵۶۵ نور ټپيان شول.
ورته مهال له دغې زلزلې وروسته د جاپان لومړي وزیر د دغه هېواد چارواکو ته امر وکړ چې د وضعیت د کابو کولو لپاره هڅې وکړي.