د راپورونو له مخې، د امریکا په تګزاس ښار کې د ګاز چاودنې ۲۱ کسان ټپيان کړې دي.
رویټرز خبري اژانس سهشنبه د جنورۍ پر ۹مه راپور ورکړی چې دا چاودنه پرون د تګزاس ښار د فورت ورث سیمې په «سندمن» هوټل کې شوې ده.
د تګزاس ښار د اوروژنې ادارې ویلي چې په دې هوټل کې د ګازو د لیککېدو له کبله ۲۱ کسان ټپيان شوې دي.
په دې پېښه کې څوک مړه شوې نه دي او چارواکي یې د رامنځته کېدو د څرنګوالي په لټه دي.
له بلې خوا د فورت ورث سیمې د اوروژنې ادارې ویاند کریګ تروجاپک ویلي چې ژغورونکو ځواکونو څو کسان چې تر خاورو لاندې و، ژغورلي دي.
د نوموړي په خبره، د یوه ټپي کس حالت نازک دی او نور بیا ژور ټپونه نه لري.
داسې پېښې وخت ناوخت په ځینو نورو هېوادونو کې هم کېږي او خلکو ته مرګ او ژوبله اړوي.