۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې لاهم په هرات کې ۲۴ زره او ۸۰۰ زلزلهځپلې کورنې په خیمو او زیانمن شویو استوګنځیو کې ژوند کوي.
اوچا دوشنبه د وري پر ۲۰مه په اېکسپاڼه کې لیکلي چې په هرات کې شویو زلزلو ۴۰ زره کورونه ویجاړ کړي او ۲۷۵ زره کسانو بېړنیو مرستو ته اړتیا لرله.
د دغه بنسټ په خبره، زیانمن شوي کسان کورونو او استوګنځيو ته بېړنۍ اړتیا لري.
اوچا د دغو کورنیو څخه د بېړني ملاتړ غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې هغوی دې له پامه نه غورځول کېږي.
په هرات کې د تېر کال زلزلې د درنې انساني مرګ ژوبلې ترڅنګ سخت مالي او اقتصادي زيانونه هم واړول او له اوو مياشتو وروسته هم زيات شمېر کورنۍ د خپلو لومړنيو خوراکي اړتياوو پوره کولو او سرپناه جوړولو وس نه لري.