۸صبح، کابل: کابل پوهنتون د دغه پوهنتون د زدهکړیالانو د حضوري درسونو د پیل خبر ورکړی دی.
د کابل پوهنتون د زدهکړیالانو چارو ریاست له لوري په یوه لیک کې راغلي چې د زدهکړیالانو لپاره حضوري درسونه سهشنبه، د کب پر لومړۍ نېټه پیل شوي دي.
د دغه مکتوب پر بنسټ، د یاد پوهنتون د محصلینو درسونه به یوه میاشت په «جدي او تشدیدي» ډول دوام ولري.
که څه هم په دغه مکتوب کې د ښځينه زدهکړیالانو د حضور او نه حضور په اړه څه نه دي ويل شوي؛ خو له تېرو دوو زیاتو کلونو راهيسې په هېواد کې ښځې او نجونې له خپلو تر ټولو اساسي بشري او مدني حقونو چې زدهکړې هم یوه برخه ده، محرومې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خپل وروستي غبرکون کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار بندیز «ظالمانه» بللی او د دغو بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې ښځې او نجونې باید په معنی لرونکې ډول، د ژوند په ټولو برخو کې ګډون ولري.