۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې په افغانستان کې پر «تنفسي ناروغۍ» د اخته کسانو ۱۶۰ زره پېښې ثبت شوې دي.
یونیسف دوشنبه، د سلواغې پر ۳۰مه په یوه راپور کې ویلي چې دا احصایه د روان کال د جنورۍ په میاشت کې ثبت شوې ده.
د یاد سازمان په وینا، تازه ثبت شوې احصایه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی څرګندوي.
د یونیسف د راپور پر بنسټ ، په سلو کې ۶۲ ناروغان له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي او سختې سړې هوا او ککړتیا په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو اصلي لاملونه دي.
په راپور کې ویل شوي چې د نړۍوال او د اسیا پراختیايي بانکونو په همکارۍ به د دوه زره او ۴۰۰ روغتیايي مرکزونو فعالیتونو لګښتونه او د څه باندې ۲۷ زره روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکړي.
په راپور کې راغلي چې دغې ادارې تېر کال شاوخوا ۲۰ میلیونه ماشومانو او د هغوی کورنیو ته د روغتیا او خوړو خدمتونه وړاندې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په دې وروستیو کې خبر ورکړی و چې په افغانستان کې شاوخوا ۹.۵ میلیونه وګړي په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.