تېره میاشت په هرات، غور، بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون درېیو کسانو بیا ځانوژنه کړې ده. د خپرو شویو معلوماتو په حواله، پنځه کسان په هرات کې وژل شوي چې دوو یې د طالبانو په ډزو کې ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه راز، په غور کې د طالبانو قاضي او د هغه د کوچنۍ لور په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي. ورته مهال، په بادغیس کې د درېیو ښځو په ګډون چې یوې یې ځانوژنه کړې پنځو کسانو ژوند بایللی دی. په فراه کې بیا دوو ځوانانو د کورني تاوتریخوالي له کبله ځانوژنه کړې ده. پر دې سربېره، په نیمروز کې هم دوه کسان وژل شوي دي چې یو یې پاکستانۍ و.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په تېره یوه میاشت کې په هرات کې د ژونې پنځه پېښې ثبت شوې دي. سرچینو ادعا کړې چې طالبانو د «هرات ښار په ګلانو څلورلارې» کې یو ځوان د غلا په تور په ډزو وژلی دی.
بلخوا، سرچینې وايي چې له ۱۶ کلن مسعود څخه جمعه د وري پر ۳مه د هرات کشک رباطسنګي ولسوالۍ د تورغونډۍ ښارګوټي په سیمه کې سر پرې شوی او طالبانو یې مړی حوزوي روغتون ته وړی دی.
په هرات کې د دا ډول پېښو په دوام، سرچینې زیاتوي چې د یو سړي سوځول شوی مړی په جبرییل – کوره ملي سیمې په یو باغ کې پېدا شوی دی. د سرچینو په خبره، پر دې سړي پټرول پاشل شوي او وروسته سوځول شوی دی. دغه راز، د کب پر ۱۸مه د یو ۳۷ کلن سړي مړی د هرات انجیل ولسوالۍ د پل هاشمي په سیمه کې موندل شوی او طالبانو یې مړی د دغه ولایت حوزوي روغتون ته وړی دی.
طالبان داسې مهال چې په افغانستان کې د سراسري امنیت ټينګښت خبره کوي، وسلهوال په رڼا ورځ نظامي پوستو او مرکزونو ته څېرمه پر ښوونیزو مرکزونو بریدونه کوي او خلک وژني.
سرچینې وايي چې ناڅرګندو وسلهوالو چهارشنبه د کب پر ۲مه د هرات قول اردو سیمې اړوند په ضمیران روشن خصوصي ښوونځي برید کړی دی. د سرچینو د ادعاوو په حواله، په دې پېښه کې ناپېژنده وسلهوالو د دغه ښوونځي مدیر عزیزي چې په حاجي مجیبالرحمان مشهور و، وژلی دی.
غور بیا په لویدیځه حوزه کې یو بل ولایت دی چې په دې وروستیو کې د ناامنۍ زیاتېدو شاهد و. د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو په حواله، په دغه ولایت کې په ۴۸ ساعتونو کې څلور د وژنې پېښې ثبت شوې دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې ناڅرګندو وسلهوالو جمعه د وري پر ۳مه د سهار شاوخوا ۵:۲۰ دقیقې د غور مرکز فیروزکوه ښار د دویمې حوزې اړوند په فامیلیو سیمه کې د طالبانو د محکمې قاضي مفتي محمد جمعه امیني له خپلې ۱۰ کلنې لور سره وژلی او زوی یې ټپي کړی دی.
طالبانو په غور کې ویلي چې چهارشنبه د وري پر لومړۍ دوه نارینه د دغه ولایت پسابند ولسوالۍ په سیني کلي کې د تبر او چړو په ګوزارونو وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو له ډلې د یو انځور ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلی چې پکې ښکاري د طالبانو جامې یې پر تن دي.
ورته مهال، د غور په تیوره ولسوالۍ کې د پلار او زوی ترمنځ د کورني تاوتریخوالي له کبله شخړه شوې چې په پاېله کې یو کس وژل شوی دی. یوې ځايي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې قاري دلاور سهشنبه د کب پر ۱۵مه ماښام مهال د غور تیوره ولسوالۍ په یامان کلي کې د خپل زلمي زوی له خوا تر لفظي شخړې وروسته د تبر په ګوزارونو وژل شوی دی.
د دغه زلمي هلک ویډیو چې ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلې وايي، له هغې وروسته چې مور یې د پلار له خوا وهل ټکول شوې، له خپلې مور سره په ګډه یې پلار د تبر په ګوزارونو وژلی دی.
دغه راز، په بادغیس کې هم څلور د وژنې پېښې ثبت شوې دي او یوې پيغلې بیا ځان وژلی دی. یوه سړي سهشنبه د کب پر ۲۹مه خپله اووه کلنه لور د قلعهنو ښار د درېیمې ناحیې پورې اړوند سیمه کې وژلې ده. سرچینې ادعا کړې چې طالبانو هڅه کړي، څو دا خبر رسنیز نه شي.
بلخوا، یوه ۴۵ کلنه ښځه دوشنبه د کب پر ۲۱مه د درهبوم ولسوالۍ په میانکوه ولسوالۍ کې په خپل کور کې وژل شوې ده. د دغې ښځې مړی چې د قلعهنو حوزوي روغتون ته وړل شوی، یوې روغتیايي سرچینې منلې چې دا مېرمن کلکه وهل ټکول شوې ده.
ورته مهال، کورنی تاوتریخوالی د دې لامل شو چې ۱۶ کلنه ګل بيبي د خپل کوژدن څخه له مېندوارۍ وروسته ځانوژنه وکړي. ګل بيبي چې ۱۶ کلنه وه، د کوژدنې پر مهال د خپل پلار په کور کې مېندواره شوې وه. د سیمې اوسېدونکو په خبره، هغه څو وارې د خپلې کورنۍ له خوا سپکه شوې ده. نوموړې د کورني تاوتریخوالي له کبله پنجشنبه د کب پر ۲۴مه د کلاشینکوف په ډزو ځان وژلی دی.
بل پلوه، طالبانو سهشنبه د کب پر لومړۍ ویلي چې یو وسلهوال غل له دوی سره د نښتې په پاېله کې وژل شوی دی. د طالبانو د ادعا له مخې، دا غل موسی نومېده او د طالبانو په ډزو کې لومړی ټپي او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده. ځايي سرچینې بیا د دې نښتې پخلی نه کوي.
له بلې خوا، د بادغیس په تګاب عالم ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې په پاېله کې یو دیني عالم وژل شوی دی. دا پېښه له هغې وروسته شوې چې د جومات امام ملا محمد د منځګړیتوب هڅه کوله چې د ښکېلو خواوو په ډزو کې یې ژوند وبایله.
دغه راز، تېره میاشت په فراه کې بیا دوو ځوانانو ځان زندۍ کړی دی. تازهګل دوشنبه د کب پر ۲۸مه په بالابلوک ولسوالۍ او ۲۱ کلن محمدداوود بیا جمعه د کب پر ۲۱مه د فراه په پرچمن ولسوالۍ کې ځان زندی کړی دی. د دغو دوو پېښو لامل کورنۍ تاوتریخوالی بلل شوی دی.
ورته مهال، د ناامنیو په دوام او د طالبانو ناسم پوهاوي له کبله تېره میاشت په فراه کې یو ځوان وژل شوی او یو پاکستاني وګړي بیا د طالبانو په ډزو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خپرو شویو معلوماتو په حواله، د تېرې میاشتې په اوږدو کې یو ۲۵ کلن ځوان د زرنج په معصوماباد سیمه کې د خپل خسر له خوا په ډزو وژل شوی دی. دا ځوان د غور اصلي اوسېدونکی و او د خپلې کوژدنې لیدلو ته نیمروز ته تللی و.
ورته مهال، طالبانو چهارشنبه د کب پر ۲مه د وحید رحمت زهي په نوم پاکستانۍ وګړی د نیمروز چهاربرجک ولسوالۍ کې په ډزو وژلی دی. سرچینې وايي چې دغه پاکستاني وګړي په خپل موټر کې میوه بار کړې وه چې طالبانو پرې ډزې کړې دي.