۸صبح، فراه: په فراه کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په ایران کې د دغه ولایت یو اوسېدونکی په دار ځړول شوی دی.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د دغه افغان د اعدام حکم نن چهارشنبه د غويي پر ۱۹مه د ایران په «سمنان» زندان کې پلی شوی دی.
سرچینې وايي چې دا افغان خان محمد نومېده او د فراه د لاش جوین ولسوالۍ اوسېدونکی و.
د سرچینو په خبره، خان محمد شاوخوا څلور کاله وړاندې په ایران کې د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوی و.
ایران له دې وړاندې هم په ورته تورنو یو شمېر افغانان اعدام کړي دي.
د روان کال په لومړیو کې د ایران اسلامي انقلاب محکمې په مشهد کې څلور بندي افغانان په دار وځړول.