د غور په مرغاب او چهارسدې ولسوالیو کې وروستیو ورښتونو او ویجاړونکو سېلابونو د ځاني زیان ترڅنګ، ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي. د دغو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې سېلابونو لسګونه کورونه او دوکانونه نړولي. د هغوی د ادعا له مخې، سېلابي اوبو لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه کړې او یو شمېر څاروي یې له منځه وړي دي.
د غور مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په مرغاب سیند کې د اوبو لارې له بندېدو سره د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو اندېښمني ډېرې شوې دي او په وینا یې، په دې ولسوالۍ کې د«اسفرمان، جه، جنداک، درهتخت او اسپرف» او ځينو نورو کلیو اوسېدونکي له خپلو کورونو وتلي دي.
د مرغاب ولسوالۍ په شورابه بازار کې هټۍوال محمدعمر وايي چې ټول دوکانونه تر اوبو لاندې شوې دي او شته توکي سېلاب وړي. دا زیانمن شوی دوکاندار وايي: «د مازیګر شاوخوا ۵:۰۰ بجې وې چې له غره څخه د بازار پر لور اوبه راغلې. ما په خپل ۴۷ کلن عمر کې داسې سېل نه و لیدلی. په بازار کې ټول شته اوبو یووړل. په شورابه بازار کې ۵۵ هټۍ ویجاړې او توکي یې سېلاب یووړل او دوکاندار ته یې یو خس هم پرېنښود. یو درملتون او یو تېل پلورنځی هم و، هغه هم اوبو لاهو کړل. یوازې په ځان پورې شته جامې پاتې شوې، نور هر څه سېلاب یووړل.»
د مرغاب ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی خالد وايي چې سېلابي اوبو یو ماشوم مړ کړی. د نوموړي د ادعا له مخې، د جنداک کلي درې اوسېدونکي لادرکه دي او سلګونه کورونه او لسګونه څاروي له منځه لاړل. د سیمې دا اوسېدونکی زیاتوي: «د لومړنیو معلوماتو له مخې چې د سیمې اوسېدونکو او مسوولانو[طالبانو] ترمنځ ویل کېږي، ۵۶۲ کورونه په بشپړ ډول نړېدلي، ۳۰۳ کورونو ته قسمې زیان رسېدلی او یو زر او ۷۳ کورنۍ بېځایه شوي چې کورونه یې نړیدلي یا د غرقېدو له وېرې له کورونو وتلي.» خالد ادعا کوي چې د څارویو د تلف کېدو شمېرې هم لوړې دی؛ خو په وینا یې، په سیمه کې د رمو او شپونو هېڅ درک نه شته.
په مرغاب ولسوالۍ کې سېلاب ځپلي وايي، سره له دې چې په دغې ولسوالۍ کې له ویجاړونکي سېلابونو درې ورځې تېرېږي؛ خو په وینا یې، تر اوسه د طالبانو د سیمهییزو بنسټونو له خوا کومه مرسته شوې نه ده. د هغوی په خبره، د غور له مرکز سره د مرغاب ولسوالۍ مواصلاتي لار هم تړل شوې ده.
په مرغاب کې د یوې سېلاب ځپلې کورنۍ سرپرست محمدصابر د طالبانو پر کړنو د نیوکې ترڅنګ ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «که په زابل یا هلمند کې یو ماشوم کوهي ته ولوېږي، طیارې او هلیکوپټرې سیمې ته ځي؛ خو دلته درې شپې ورځې کېږي چې چا مو پوښتنه هم کړې نه ده، چې ژوندي یو که مړه.» د مرغاب دا اوسېدونکی زیاتوي: «درې ورځې کېږي چې په مرغاب کې د کلیو ترمنځ لارې ګودرې هم بندې دي او له فیروزکوه سره هم لار تړلې ده، له بلې خوا څه باندې زر کورنۍ بېځایه شوې دي او څه نه لري، تراوسه له موږ سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.»
په غور کې یوازې مرغاب ولسوالۍ نه ده چې اوسېدونکو ته یې وروستیو سېلابونو زیان اړولی دی. د دغه ولایت د چهارسدې ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې سېلابونو ګڼ زیانونه وراړولي دي.
د چهارسدې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرحمان ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «سېلاب ډېر زورور و او ډېر زیان یې واړوه. سېلاب یو سپین ږیری یووړ. کرنیزې ځمکې تر اوبو او خټو لاندې شوې او ټول محصولات له منځه لاړل. ډېر پلونه او پلچکونه خراب شول او خلکو ته یې ډېر زیانونه واړول.»
تر اوسه په غور کې ځايي طالب چارواکو په دغو ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو په اړه څه ویلي نه دي. په غور کې د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس وايي چې له سېلاب ځپلو سره یې د مرستې رسولو په موخه بېړنۍ ناسته کړې ده.
بل پلوه، په غور کې د طالبانو والي احمدشاه دیندوست ته منسوب غږیز پيغام چې ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلی، د وضعیت د رسنیز کېدو غوښتنه یې کړې ده. نوموړی په دې غږیز پیغام کې وايي چې د خلکو ستونزې یې له خپلو چارواکو سره په کتبي ډول شریکې کړې دي او ځواب ته په تمه دی.
د یادونې ده چې له څو ورځو راهیسې د هېواد په سویلي ولایتونو کې سخت ورښتونه وشول چې له کبله یې ویجاړونکي سېلابونه راووتل. د غور څنګ لوري ولایت هرات کې سېلابونو څه باندې ۱۰ کسان مړه کړي او درانه مالي زیانونه یې اړولي دي.