۸صبح، کابل: د بلومبرګ خبري اژانس راپور ورکړی چې په روسیه او ایران کې وروستیو «وحشیانه» بریدونو په لوېدیځ کې د داعش خراسان څانګې د برید په هکله اندېښنې زیاتې کړي دي.
په دغه راپور کې چې دوشنبه د وري پر ۲۰مه خپور شوی، ویل شوي چې د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره د «ترهګرۍ پر وړاندې نوي تمرکز» ته اړتیا ده.
بلومبرګ خبري اژانس لیکلي: «له هغه وروسته چې د بایډن اداره په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه وتلې، امریکايي پلان جوړونکي اندېښمن دي چې اورپکې ډلې به یو ځل بیا له دغه هېواده په لوېدیځ د بریدونو لپاره د اډې په توګه کار واخلي، او وروستیو بریدونو دغه اندېښنه لاپسې زیاته کړې ده.»
مسکو ته څېرمه پر یو کنسرت د داعش خراسان څانګې خونړي برید په نړۍ کې سختې اندېښنې راپارولې دي.
په امریکا کې یو شمېر قانونجوړوونکو او د ځینو ګاونډیو هېوادونو چارواکو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا په هکله جدي اندېښنه ښودلې ده.
په وروستي مورد کې، د امریکا د سولې انسټیټیوټ کارپوه اسفندیار میر ویلي، د داعش ډلې مرکز په افغانستان کې دی او په روسیه کې یې د برید په پلانولو سره دا وښوده چې د نړۍ په هر ځای کې د برید وړتیا لري.
بطالبان بیا وايي چې داعش له افغانستانه د تېښتې په حال کې دی.
دغې ډلې په وار وار ادعا کړې چې په هېواد کې یې داعش ځپلی او د سیمې هېوادونو په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو ته له افغانستانه کوم ګواښ نه دی اوښتی.