• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د امریکا د سولې انسټيټوټ او سیګار راپورونه؛ له افغانستان او پاکستانه د امریکا ګټو ته ترهګریز ګواښونه په زیاتېدو دي

امین کاوه امین کاوه
۱۶ غويی/ثور ۱۴۰۳ - ۵ مې ۲۰۲۴ [t_time:1714918761]
CNN

CNN

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي دفتر یا سیګار په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې داعش خراسان ډله د سلفیانو له غړیتوب وراخوا، په افغانستان او سیمه کې د ځان لپاره د جنګیالیو جلب و جذب ته دوام ورکړی دی. د دغه دفتر موندنې ښيي چې داعش د طالبانو له منځه او بهرنیو جنګیالیو پر جلب و جذب تمرکز کړی او د دغې ډلې ډېری جنګیالي د مرکزي اسیا او قفقاز له سیمو دي. سیګار په خپل دغه راپور کې داعش په افغانستان کې لوی ګواښ بللی او زیاته کړې ده چې دا ډله پر سیمې او له هغې وراخوا د بریدونو وړتیا لري. ورته مهال، د امریکا متحده ایالتونو د سولې انسټېټیوټ په یو راپور کې ویلي چې له افغانستان او پاکستانه د امریکا متحده ایالتونو پر وړاندې ګواښونه په پرلپسې توګه د زیاتېدو په حال کې دي. په دغه راپور کې راغلي چې له افغانستانه د امریکا له وتلو مخکې پرتله، په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د پراختیا لپاره فضا برابره شوې او داعش خراسان څانګه له سیمې وراخوا ګواښ په توګه یاده شوې ده. نوموړي امریکايي بنسټ ټينګار کړی چې داعش د افغانستان، سیمې او له هغې وراخوا لپاره یو لوی ګواښ دی.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي دفتر (سیګار) په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې دننه لوی ګواښ دی او دا ډله پر سیمې او له سیمې وراخوا د برید وړتیا لري.

سیګار ویلي چې داعش د طالبانو له منځه د جنګیالیو پر جلب و جذب تمرکز کړی او د دغې ډلې ډېری جنګیالي د منځنۍ اسیا او قفقاز له سیمو دي. د سیګار په خبره، داعش ډله په افغانستان کې د سلفیانو د غړیتوب وراخوا د بهرنیو جنګیالیو جلب و جذب ته دوام ورکړی او دمګړۍ د سیمې او له سیمې وراخو لپاره پر یوه لوی ګواښ بدله شوې ده.

په راپور کې په ویلسون مرکز کې د سوېلي اسیا موسسې مدیر مایکل کوګلمن له قوله راغلي: «د داعش خراسان څانګې موخې نړیوالې او له افغانستان وراخوا دي. مخکې یې په پاکستان او منځنۍ اسیا کې بریدونه کړي او په وروستیو څو کلونو کې مو ولیدل چې په کراره یې له افغانستان څخه بهر ګواښ لپاره خپله وړتیا پورته کړې ده.»

د سیګار موندنې ښيي چې داعش خراسان څانګې په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې دننه د شپږو بریدونو پړه منلې چې په دې کې پر څو طالب چارواکو هم د بریدونو څو هڅې شوې دي.

د راپور په یوه برخه کې ویل شوي، طالبانو د دیني مدرسو د شمېر زیاتولو ته مخه کړې چې دمګړۍ په افغانستان کې د نارینه‌وو د مدرسو شمېر شپږ زره او ۸۰۰ او د ښځو د مدرسو شمېر ۳۸۰ ته رسېدلی دی. د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي دفتر په راپور کې راغلي چې له دغو مدرسو د ۲۰۲۳ کال له نومبره د ۲۰۲۴ کال تر فبرروۍ پورې نږدې دوه زره او ۵۰۰ هلکان او نجونې فارغې شوې دي.

د سیګار د راپور له مخې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د امریکا متحدو ایالتونو لخوا له ۱۷ میلیاردو ډېر ډالر د افغانستان د مرستندویه صندوق تامین، بشري مرستو او د کډوالو د منلو په ګډون بېلابېلو برخو ته ځانګړې شوې دي. نوموړي دفتر د دغه هېواد ګانګریس ته خپل ۶۳م درې میاشتینی راپور لېږلی چې د افغانستان پر بیارغونه د لګېدلو ۱۴۴ میلیارد ډالرو د مصرف د څرنګوالي په اړه یې پکې وضاحت ورکړی دی.

په دې راپور کې د افغانستان د یوې ولایتي شورا د پخواني غړي له خولې ویل شوي چې د طالبانو ځانمرګي بریدګر او د هغوی کورنۍ د امریکا له دغو مرستو ګټه اخلي. د سیګار په راپور کې راغلي چې طالبان د بشري مرستو په چارو کې لاسوهنه کوي او یوازې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د دوی د لاسوهنې ۸۱ قضیې ثبتې شوې دي.

ورته مهال، د امریکا د سولې انسټيټوټ په یو راپور کې ویلي چې له افغانستان او پاکستان څخه د امریکا د ګټو پر وړاندې ګواښونه پرلپسې زیات شوې دي. د دغه بنسټ په راپور کې راغلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د اورپکو ډلو فعالیتونو پراختیا لپاره فضا برابره شوې ده.

د امریکا د سولې انسټيټوټ ویلي: «داعش خراسان څانګه له سیمې بهر د پراخېدونکي ګواښ په توګه راڅرګنده شوې ده.» د راپور له مخې، د پاکستاني طالبانو تحریک هم د سیمې امنیت ته ګواښ ګرځېدلی دی.

د امریکا د سولې انسټيټوټ مطالعاتي ډلې ویلي چې د افغانستان وضعیت ارزونې ته په کتو دې پاېلې ته رسېدلي چې په وینا یې، له افغانستان او پاکستان څخه د متحده ایالاتو ګټو ته ترهګریز ګواښونه په پرلپسې ډول مخ په زیاتېدو دي او په وینا یې، افغانستان د امریکا له وتلو مخکې مودې پرتله د ترهګرو ډلو لپاره د ودې فضا رامنځته کړې ده. د دغه انسټيټوټ د مطالعاتي ډلې په وینا، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د القاعدې د بیاراپورته کېدو په اړه تر ټولو ناوړه سناریو نه ده احساس شوې؛ خو دا شبکه د طالبانو له ملاتړه برخمنه ده او له دغې ډلې سره یې خپلو اړیکو ته دوام ورکړی دی. د راپور په حواله، القاعدې له طالبانو څخه د امریکايي او هندي اتباعو پر وړاندې د بریدونو اجازه غوښتې ده.

د امریکا د سولې انسټيټوټ ویلي: «د طالبانو لخوا ترهګرو ډلو ته د پټنځایونو برابرول او د هغوی د افراطي ایډیالوژۍ ترویج هم د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر وړاندې ننګونې رامنځته کوي.» په دې راپور کې ویل شوي چې «په افغانستان او پاکستان کې له ترهګرې سره د مبارزې مطالعاتو جګپوړې ډلې» له امریکايي پالیسي جوړونکو غوښتي چې د ګواښونو د کمولو لپاره دې د ترهګرۍ ضد فعالیتونو ته پاملرنه زیاته کړي.

په دې راپور کې وړاندیز شوی چې امریکا دې ستراتیژیکو سیالیو ته په پام په افغانستان او پاکستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره لارې چارې غوره کړي. له دې وړاندې هم د امریکا د سولې انسټيټوټ ادعا کړې وه چې د داعش خراسان څانګې اصلي مرکز د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې دی. د دغه انسټيټوټ جګپوړي کارپوه اسفندیار میر ویلي و چې داعش پر مسکو له برید وروسته د نړۍ هر ګوټ کې د ګوزار کولو وړتیا څرګنده کړې ده. د نوموړي په خبره، د دغې ډلې له بریدونو ښکاري چې په هر ځای کې د وحشت رامنځته کولو وړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ایران او پاکستان مشرانو په یو ګډ بیان کې په افغانستان کې د اورپکو ډلو له حضوره اندېښنه څرګنده کړې وه. هغوی په دغه بیان کې ویلي و چې دا ډلې د سیمې او نړۍ امنیت لپاره یو لوی ګواښ دی.

له دې وړاندې فایننشل ټایمز هم ویلي و چې ښکاري تاریخ یو ځل بیا تکراریږي. دغې رسنۍ ادعا کړې وه چې د القاعدې او داعش په ګډون نړیوالو ترهګرو ډلو په افغانستان کې په خپلو پخوانیو پناه ځایونو کې نوې پټنځایونه جوړ کړي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په جلاوطنۍ کې افغان خبریالان: پر افغانستان د طالبان له  بیا واکمنېدو وروسته ۱۷ خبریالان وژل شوي دي
خبرونه

امسو: په اسلام‌اباد کې پولیسو څلور افغان خبریالان نیولي

۲۶ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1763402449]
پاکستاني پولیسو یوه افغان خبریاله نیولې
خبرونه

پاکستاني پولیسو یوه افغان خبریاله نیولې

۱۳ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762267889]
د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي
خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762176085]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د مرموزو وژنو زیاتېدل؛ په غزني کې یو صراف ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.