۸صبح، کابل: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق فضا ته د افغان ستور مزلي عبدالاحد مومند سفر ته په اشارې ویلي چې اوسمهال دا هېواد د «افراطیت» پر مرکز بدل شوی او په خبره یې، د «شاتګ» په حال کې دی.
نوموړي دا څرګندونې شنبه د وري پر ۲۵مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي دي.
افغان ستور مزلي عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸ میلادي کال کې فضا ته سفر کړی و.
د فایق په خبره، د افغانستان د پرمختګونو له منځه تلل چې په خبره یې، په ګرانه ترلاسه شوي و، ناهیلې کوونکي دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ سرپرست زیاته کړې: «موږ په کلکه په دې باوري یو چې یو ډيموکراټيک، یو موټي، پراخ او خپلواک افغانستان او دغه راز له جهل، تعصب او افراطیت څخه پاک افغانستان به رابرسېره شي او یو ځل بیا به خپل ځای ترلاسه کړي.»
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجرايي مشرې سیما باهوس ویلي و چې افغانستان په نړۍ کې د جنسیت له مخې تر ټولو وروسته پاتې هېواد دی.
له دې وړاندې د چین سویلي ورځپاڼې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي و چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې یو ځل بیا «افراطیت او اورپکي» مخ په زیاتېدو ده.