۸صبح، سمنګان: په سمنګان کې سیمهییزې سرچینو په مرموزه توګه د یو ۳۳ کلن سړي د وژنې خبر ورکړی دی.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې د دغه کس مړی جمعه د وري پر ۲۴مه اېبک ښار پورې اړوند د «سبزي پوش» کلي په یو باغ کې موندل شوی دی.
نوموړی نبیالله نومېده او په ډزو وژل شوی دی.
تر اوسه د دغه کس د وژنې لامل څرګند نه دی.
تر دې دمه د پېښې په تړاو طالبانو هم څه ویلي نه دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په سمنګان کې د مرموز وژنو پېښې ډېرې شوې دي.
تېره اوونۍ هم د دغه ولایت په درهصوف پایین ولسوالۍ کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی و.