۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې په هېواد وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله ۳۲ کسان مړه او ۴۴ نور ټپيان شوي دي.
اوچا سهشنبه د وري پر ۲۸مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د دغو طبیعي پېښو په پاېله کې یو زر او ۲۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
د دغه بنسټ په خبره، په هېواد کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو راوتلو نږدې زر کورونه او څه باندې ۶۳ زره جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه کړې ده.
په هېواد کې د وروستیو څو ورځو ورښتونو له کبله په ګڼو سیمو کې سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې د ځاني زیان ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
تازه په پکتیکا کې غر ښوېدنې د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه کړي دي.