له طبیعي پېښو یو شمېر زیانمن شوي خلک، طالبان په ناغېړۍ او ناسم مدیریت تورنوي. د هغوی په خبره، طالبان له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې ناکام و او په دې په برخه کې د مدیریت لپاره اړینه پوهه نه لري. دا زیانمن شوي ټينګار کوي چې افغانستان په طبیعي ډول له ګڼو ګواښونو سره مخ دی او په وینا یې، د دې برخې د پوهې او معلوماتو د تولید لپاره دې بنسټيز ګامونه پورته شي. دا اندېښنې داسې مهال راپورته شوې دي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلان کړی چې په هېواد کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو ۳۳ کسان مړه او ۲۷ نور یې ټپيان کړي دي. د هېواد په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې سخت بارانونه ورېدلي چې د ځاني زیانونو سربېره یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.
په هېواد کې له طبیعي پېښو یو شمېر زیانمن شوي وايي چې طالبان د دې برخې په مدیریت کې اړینه پوهه نه لري او په وینا یې، له همدې کبله د ځاني او مالي زیانونو کچه لوړه شوې ده. د هغوی په خبره، په پسرلي کې دې د طبیعي پېښو په ځانګړې ډول سېلاب ځپلو ته اړین تیاری په پام کې ونیول شي.
د غور اوسېدونکی محمدالله له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي چې طالبان له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د پوهې د کمي ترڅنګ، پر دې چارې بې باوره هم دي. د نوموړي په خبره، طالبان وايي څوک چې د سېلاب او طبیعي پېښو قرباني کېږي، «قسمت» یې دی او په دې برخه کې د «خدای بنده ګان» څه نه شي کولای.
د هېواد یو شمېر نور اوسېدونکي وايي چې افغانستان له اقلیمي بدلانه ډېر کړېږي او په وینا یې، که بنسټيز کار ونه شي، په هېواد کې به د طبیعي پېښو قربانیان د تېرو ۲۰ کلونو جګړو له قربانیانو ډېر وي.
عینالدین (مستعار نوم) په هېواد کې د ځمکپېژندنې پوهنځي یو محصل دی. دا محصل وايي چې افغانستان د شین کوړیزو ګازونو او د اقلیمي بدلون نورو زېرمو په تولید کې برخه نه لري؛ خو په وینا یې، په سیمه کې یو له ډېرو «زیانمنوونکو» هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي. د نوموړي په خبره، اقلیمي بدلون په هېواد کې د موسومي ورښتونو مهال بدل کړی دی. عینالدین زیاتوي: «اقلیمي بدلون په هېواد کې د وچکالۍ، په ژمي کې د هوا ککړتیا او ځپوونکو سېلابونو او په بېلابېلو ناروغیو د اخته کېدو کچه لوړه کړې ده. څوک پام نه کوي او طالب هم علم او عمل نه لري. هر څه یې خدای ته سپارلي دي. که په دې برخه کې ملګري ملتونه او مرستندویه بنسټونه همکاري ونه کړي، د طبیعي پېښو تلفات به د تېرو ۲۰ کالو له جګړو پورته وي.»
د هرات د اوبه ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالباري وايي چې په دې ولسوالۍ کې ورښتونه ډېر درانه و چې په وینا یې، له کبله یې سېلابونه راووتل او ګڼ زیانونه یې واړول. عبدالباري زیاتوي: «سېلاو ډېر دروند و او خلکو ته یې هم درانه زیانونه واړول. درې پلونه یې هم له منځه یووړل او په کرنیزو ځمکو کې چې غنم او شوتله کرل شوې وه، له منځه یې یوړه. په اوبه ولسوالۍ کې چې کوم باغونه و، زیان یې لیدلی؛ ان سېلابونو ونې وړې دي.» هغه وايي چې د سېلابونو له کبله له ولسوالۍ سره د کلیو او بانډو نښلېدونکې لارې هم تړل شوې دي.
د سمنګان د فیروزنخچیر ولسوالۍ د اسلاماباد کلي یو اوسېدونکی وايي چې په کلي کې یې شاوخوا ۶۰ کورنۍ ژوند کوي چې سېلابونو نږدې ۳۰ کورونه ویجاړ کړل. د سمنګان دا اوسېدونکی له طالبانو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې له زیانمن شویو کسانو سره بېړنۍ او د سرپناه په جوړولو کې مرستې وکړي.
ورته مهال، د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي د سېلابونو راوتلو له کبله خلکو ته د مالي زیانونو اوښتو خبر ورکړی دی. د هغوی په خبره، سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
بل پلوه، د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله ۳۳ کسان مړه او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي وزارت ویاند جانان سایق یوې خبري ناسته کې ویلي چې دغو کسانو ته په بادغیس، روزګان، فراه، کندهار، تخار، زابل، پروان، ننګرهار، هلمند، کابل، خوست، دایکندي، کونړ، کاپيسا، پنجشېر، پکتیا، پکتیکا، لوګر، لغمان او هرات کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زیاته کړې چې د دغو طبیعي پېښو په پاېله کې ۶۰۶ کورونو، یو زر او ۹۵۰ جریبه کرنیزو ځمکو او ۸۵ کیلو متره سړکونو هم زیان لیدلی دی.
سیمهییزو طالب چارواکو په تېرو درېیو ورځو کې رسنیو ته منلې چې د سېلابونو راوتلو او غرښوېدنو له کبله د ځينو سیمو ګڼې مواصلاتي لارې تړل شوې دي. د هغوی په خبره، په سمنګان کې د مزارشریف – سمنګان لویه لار د غرښوېدنې او سېلابونو له کبله تړل شوې وه. دغه راز، طالبانو له خلکو غوښتي چې احتیاط وکړي څو په خبره یې، له نورو ځاني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.
په هېواد کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې داسې مهال د طالبانو له ناسم مدیریته اندېښنې راپورته شوې دي چې د کارپوهانو په خبره، د اقلیمي بدلانه له امله په هېواد کې د سېلابونو پېښې زیاتې شوي او دغه شرایط چاپېریال له منځه وړي. د هغوی په خبره، د دولتي چارواکو او خلکو د بې غورۍ له امله افغانستان د ځنګلونو احاطه له لاسه ورکړې او دغه کار د سېلابونو د ډېرېدو لامل شوی دی.
له بلې خوا ویل کېږي چې په افغانستان کې د نفوسو زیاتوالی او د استوګنې سیمو او ښارونو پراخېدل د ښاري پلان جوړونې د معیارونو او منل شویو اصولو پر بنسټ نه دي او ډېرو خلکو د سیندونو په غاړو کې کورونه جوړ کړي چې دې چارې د زیانمنېدو ګواښ لوړ کړی دی.
دغه راز، د تېرو درېیو کلونو تجربو ښودلې چې طالبانو د پېښو وړاندوینه، مخنیوی او له پېښو وروسته د مقابلې لپاره چمتووالي ته پوره پام نه دی کړی او خلکو هم د هواپېژندني خبرداري له پامه غورځولي دي.
له دې وړاندې یو شمېر کارپوهانو ادعا کړې وه چې دمګړۍ له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د طبیعي پېښو د مدیریت لپاره پوهه او تخصص نه لري. دوی استدلال کوي چې طالبانو په کارپوه کسان له دندو لرې کړي او پر ځای یې داسې کسان په دندو ګومارلي چې په وینا یې، مسلکي او تخصصي پوهه نه لري.