۸صبح، کابل: د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په بغلان کې یې سېلاب ځپلو ته ۴۲ ټنه بشري مرستې لېږلې دي.
دا جوپه نن پنجشنبه د غويي پر ۲۷مه په یوې پوځي الوتکه کې د مزار شریف ښار مولانا جلال الدین هوايي ډګر ته رسېدلې ده.
په دې مرستو کې خوراکي او د سرپناه لپاره اړتیا وړ توکي دي.
څلور ورځې وړاندې هم قطر د بغلان له سېلاب ځپلو سره د ۲۲ ټنه خوراکي، روغتیايي او خیمو مرستې کړې وې.
د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
طالبانو ویلي چې یوازې د بغلان په دوو ولسوالیو کې راوتلو سېلابونو څه باندې ۳۰۰ کسان مړه کړي.