۸صبح، بغلان: په بغلان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دوشي، خنجان او پلحصار ولسوالیو کې د تازه ورښتونو لامله په راوتلو سېلابونو کې پنځه کسان مړه شوې دي.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې د بیګا شپې سېلابونو د بغلان لرخواب دوشي، لیان خنجان او پلحصار اندراب درو او دغه راز د پلخمري ښار په ځينو برخو کې درانه مالي زیانونه هم اړولې دي.
د سرچینو په وینا، په تازه سېلابي څپو کې د تلفاتو شمېر وروستی نه دی او لاهم ځیني کسان لادرکه دي.
د لومړنیو شمېرو په حواله، د دغو سېلابونو په پاېله کې ۲۰۰ کورونه، درې ښوونځي، اته جوماتونه، یوه دیني مدرسه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.
تازه د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو لامله ۸۰ زره کسان اغېزمن شوي دي.
په تېرو څو ورځو کې د درنو ورښتونو لامله راوتلو سېلابونو په بغلان، فاریاب، غور او ځينو نورو ولایتونو کې درانه زیانونه اړولي.