۸صبح، پروان: د پروان سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبانو د پوهنې ټلوېزیون پخوانی خبریال عبدالله دانش له بنده خوشې کړی دی.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې طالبانو دانش شنبه د غبرګولي پر ۲۸مه له بنده خوشې کړ.
تر اوسه څرګنده نه ده چې عبدالله دانش د کومو شرایطو پر بنسټ، له بنده خوشې شوی.
طالبانو هم تر اوسه په رسمي ډول په دې هکله څه نه دي ویلي.
عبدالله دانش دوه ورځې مخکې په بګرام ولسوالۍ کې له کابله د راستنېدو پر مهال د طالبانو استخباراتو له خوا ونیول شو.
هغه پخوا په پروان ولایت کې د میترا ټلوېزیون، پوهنې ټلوېزیون او دنیا راډیو سره کار کاوه؛ خو له څو میاشتو راهیسې بېکاره دی.