۸صبح، پروان: سیمهییزې سرچينې په پروان کې د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلوېزیون خبريال ندامحمد نوري د نيول کېدو خبر ورکوي.
سرچینې دوشنبه د غويي پر ۱۷مه ۸صبح ورځپاڼې منلې چې طالبانو نوري درې ورځې دمخه په چاریکار ښار کې نیولی او نامعلوم ځای ته یې لېږدولی دی.
د سرچينې په خبره، د طالبانو استخباراتي غړو د نوموړي خبريال سر پر توره کڅوړه پوښلی او له ځانه سره يې بیولی دی.
تر اوسه د دې سيمهييز خبريال د نيول کېدو لامل نه دى څرګند.
طالبانو هم تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې په هېواد کې واک ته د طالبانو تر بیاځلې رسېدو وروسته دغې ډلې پر رسنيو سخت محدوديتونه لګولي او وختناوخت خبریالان نیسي، بندیانوي او شکنجه کوي یې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په تېرکال کې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۱۳۶ پېښې ثبت کړي چې ۷۳ یې د ګواښونو او ۶۴ د طالبانو له خوا د خبریالانو د نیولو پېښې دي.