د ایران او اسراییل ترمنځ وروستیو کړکېچونو، په دغه هېواد کې مېشت افغان خبریالان اندېښمن کړي دي. هغوی چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې د امنیتي ګواښونو له امله ایران ته پناه وړې، وايي چې ډېرو لویدیځو هېوادونو په دغه هېواد کې خپل سفارتونه تړلي دي. د دغو خبریالانو په خبره، ایران کې روان حالت ته په کتو ښايي د اروپايي هېوادونو په ځانګړې ډول د فرانسې له خوا یې د کډوالۍ ویزې له خنډ او ځنډ سره مخ شي. دوی خبرداری ورکوي چې د ایران او اسراییل ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره به یې په ایران کې هم ژوند له ګواښ سره مخ شي. دغو خبریالانو له اروپايي هېوادونو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره یي د کډوالۍ ویزو ته رسېدنه وکړي.
پر اسراییل د ایران له وروستي برید وروسته په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ترڅنګ چې ایران ته یې د بیکارۍ او امنیتي ننګونو له کبله پناه وړې، جلاوطنه خبریالان هم اندېښمن کړي دي.
معراج مجري په ایران کې مېشت افغان خبریال دی. نوموړي چې څه باندې اووه کاله یې له بېلابېلو رسنیو سره کار کړې، نږدې یو کال کېږی چې ایران ته تللی دی.
مجري وايي چې د ایران او اسراییل ترمنځ وروستیو کړکېچونو افغان کډوال په ځانګړي ډول جلاوطنه خبریالان اندېښمن کړي دي. نوموړی زیاتوي: «له بدلون وروسته یو شمېر افغان خبریالان ایران او پاکستان ته لاړل څو له هغه ځایه یو بل هېواد ته لاړ شي؛ خو له بده مرغه په دغو هېوادونو کې له ګڼو اندېښنو سره مخ دي او اوس د ایران او اسراییل ترمنځ کړکېچ بیا دا اندېښنې څو برابره زیاتې کړې دي.»
دا خبریال ټينګار کوي: «ډېرو کډوال مننونکو هېوادونو له ایران څخه خپل ډيپلوماټان ویستلي او په سفارتونو کې کارې چارې ټکنۍ شوې دي او دا حالت موږ ته چې د کډوالۍ ویزو ته په تمه یو، اندېښمنونکی دی.»
هدایتالله شېرزاد یو بل افغان خبریال دی. نوموړی وايي چې افغان خبریالان له وروستیو څو لسیزو جګړو اغېزمن شوي و او دمګړۍ په ګاونډيو هېوادونو کې هم له ګڼو ستونزو سره لاسګریوان دي.
ښاغلی شیرزاد زیاتوي: «له بده مرغه د ایران او اسراییل ترمنځ وروستیو کړکېچونو افغان خبریالان اغېزمن کړي دي او د دغو خبریالانو ډېره وېره له ایران څخه په جبري توګه شړل دي.» شېرزاد اندېښنه څرګنده کړه چې د ایران او اسراییل ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره به په ایران کې هم د افغان کډوالو ژوند له جدي ګواښ سره مخ شي.
دا خبریال ټينګار کوي چې ایران کې روان حالت ته په کتو ښايي د اروپايي هېوادونو په ځانګړې توګه د فرانسې له لوري د افغان خبریالانو د کډوالۍ ویزې له خنډ و ځنډ سره مخ شي. نوموړي له اروپايي هېوادونو غوښتنه کړې چې سم له واره یې ویزو ته رسېدګي وکړي.
مینه (مستعار نوم) په ایران کې مېشته افغان خبریاله ده. هغه هم چې د امنیتي ستونزو او د طالبانو له خوا پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو وروسته یې ایران ته پناه وړې، وايي چې اروپايي هېوادونه دې جلاوطنه افغان خبریالان نه هېروي. د نوموړې په خبره، په ایران کې مېشت یو شمېر افغان خبریالان له نږدې درېیو کلونو راهیسې بېبرخلیکه پراته دي او په وینا یې، هغو بنسټونو چې نورو هېوادونو ته یې د خبریالانو د لېږلو ژمنه کړې وه، تر اوسه یې کوم ګام اخیستی نه دی.
مینه زیاتوي: «د خبریالانو ملاتړو هېوادونو او بنسټونو هېر کړي یو. موږ دې یوازې نه پرېږدي. د سفارتونو ډيپلوماتانو ژوند له موږ غوره دي چې هغوی له ایرانه باسي او موږ یوازې پرېږدي؟»
دا خبریالان د رسنیو او خبریالانو له ملاتړو هېوادونو او بنسټونو له ایران څخه د ژر تر ژره په وتلو کې د مرستې غوښتونکي دي.
د ناتایید شویو شمېرو په حواله، دمګړۍ په ایران کې ۸۰ افغان خبریالان له خپلو کورنیو سره ژوند کوي. دا خبریالان او د رسنیو کارکوونکي واک ته د طالبانو له رسېدو او امنیتي ګواښونو وروسته ایران ته تللي.
کډوالي، ناڅرګند راتلونکی، د ویزو نه تمدید، اقتصادي ستونزې او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بیا شړلو ګواښ د دې لامل شوی چې یو شمېر خبریالان له ناوړه رواني فشار سره مخ شي.
ایران د روان میلادي کال د اپرېل پر ۱۳مه شپه مهال پر اسراییل د بېپيلوټه الوتکو او توغندیو ګوزارونه وکړل. اسراییلي پوځ ویلي چې د یو شمېر هېوادونو په مرسته یې «۹۹ سلنه» توغندي او بېپيلوټه الوتکې موخې ته له رسېدو وړاندې له منځه وړي دي.
ورته مهال، جمعه د اپريل پر ۱۹مه ایراني رسنیو د دغه هېواد په اصفهان ښار کې د چادونو راپورونه خپاره کړل او سياېناېن د یو امریکايي چارواکي په حواله ولیکل چې دا چاودنې پر دغه هېواد د اسراییلو د برید له کبله رامنځته شوې دي.
دا چاودنې د اصفهان په شمالختیځ کې شکاري پوځي اډې ته څېرمه شوې دي. په دې پوځي اډه کې د ایران جېټ الوتکې ځای پر ځای دي.