۸صبح، کابل: د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د ګواښونو په هکله د اسلاماباد د اندېښنو په دوام، سناتور او د دغه هېواد د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان ادعا کړې چې ټيټيپي د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ د بشپړ کنټرول په لټه کې ده.
ایکسپرېس ټریبیون جمعه د چنګاښ پر لومړۍ خان له قوله لیکي چې دا مهال د خېبرپښتونخوا سویلي برخه په بشپړه توګه د تحریک طالبان پاکستان په واک کې ده او دا ډله په دې لټه کې ده چې د دغه ایالت شمالي برخه هم تر خپل واک لاندې راولي.
نوموړي زیاته کړې: «د افغانستان په نورستان ولایت کې د [ټيټيپي] یو لوی ځواک چمتو شوی چې د ملاکنډ بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.»
یاد پاکستاني سناتور وړاندې وايي: «د خېبرپښتونخوا راتلونکی ډېر تیاره دی. هېڅ ځواک نه شي کولای په پولو کې د ترهګرۍ اور ودروي.»
هغه خبرداری ورکړی چې د ټيټيپي غړي د دغه ایالت په سویلي سیمو کې په منظمه او ازاده توګه ګرځي.
نوموړي همداراز عمران خان او د هغه د کابینې یو شمېر چارواکي د هغه څه لپاره چې دی یې «له افغانستانه د ۴ زره ترهګرو په راستنېدل بولي، تورن کړي دي.
په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د حضور او د خېبرپښتونخوا د یوې سیمې د نیولو لپاره د چمتووالي په هکله دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په کابل کې طالبانو په په وار وار هیواد کې د ټيټيپي په ګډون د ترهګرو ډلو حضور رد کړی دی.