د پاکستان امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز د برید په پایله کې لږترلږه شپږ سرتېري او یو قومندان ووژل شول.
د جیونیوز د راپور پر بنسټ دا برید شنبه د مارچ پر ۱۶مه د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې شوی دی.
د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د شپږو بریدګرو یوې ډلې د یوه موټر بم په وسیله پر یوې امنیتي پوستې برید کړی دی.
د ټيټيپي یو قومندان حافظ ګل بهادر پورې اړوندو کسانو د دغه برید پړه منلې ده.
په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې تروریستي بریدونه زیات شوي دي.
د تېر کال د ډېسمبر په لومړیو کې د ټيټيپي له لوري په دوو جلا بریدونو کې ۲۵ پاکستاني پوځیان ووژل شول.
که څه هم د پاکستان حکومت په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د وسلهوالو ډلو د پاکولو عمومي عملیات پیل کړي؛ خو ویل کېږي چې د هېواد د اقتصادي ستونزو له امله دغه بهیر ورو پر مخ ځي