۸صبح، کابل: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې حقاني ډلې او کندهاري طالبانو له ټيټيپي غوښتي څو اسلاماباد سره د مذاکرې میز ته کېني.
ایکسپرېس ټریبیون یکشنبه، د کب پر ۱۳مه راپور ورکړی چې افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان پر سر د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ترینګلتیا د کمېدو په لټه کې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، پاکستان د جمعیت علمای اسلام پاکستان د سمیعالحق له څانګې غوښتي چې د مذاکرې مېز ته د پاکستاني طالبانو د رابللو لپاره له خپل نفوذه کار واخلي.
ورته مهال، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام یو له مهمو غړو ملا یوسفزي شاه ویلي: «موږ په پرېکړه کولو کې د دوی د خپلواکۍ د اصولو په پام کې نیولو سره خبرېاترې پیل کړي او موږ هیلهمند یو چې د سراجالدین حقاني شنه څراغ او د کندهاري طالبانو په ملاتړ سره ښې پایلې ورسېږو.»
د هغه په خبره، د دواړو لورو په مثبت نيت او د خبرواترو له بهيره په متقابل ملاتړ سره، سولې ته د رسېدو او د مذاکرې میز ته د پاکستاني طالبانو کیناستل ممکن دي.
افغان طالبانو او پاکستاني چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د ملا سمیعالحق مشر زوی ملا حامدالحق په مشرۍ د پاکستاني علماوو یوه پلاوي کابل ته سفر کړی او د رئیسالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني او د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیلالرحمن حقاني او همداراز په لوګر او پکتيکا کې یې د دې ډلې له واليانو سره لیدلي دي.