۸صبح، کابل: د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي چې له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته راتګ لړۍ پېل شوې ده.
نوموړي وزارت په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې دا بهیر شنبه د چنګاښ پر ۲مه پېل شوی دی.
یاد وزارت زیاته کړې چې په لومړنۍ الوتنه کې به د پکتیا او پکتیکا شاوخوا ۳۴۶ حاجیان د کابل هوايي ډګر ته راورسېږي.
د یادونې ده چې عربستان ته د حج فریضې د اداینې لپاره د افغان حاجیانو د لېږد لړۍ د غبرګولي پر ۱۹مه ختمه شوې وه.
د نوموړي وزارت د شمېرو په حواله، سږکال سعودي عربستان ته له ټول هېواد څخه ۳۰ زرو کسانو د حج فریضې د ادا کولو لپاره سفر کړی.
سږ کال د حج فریضې د اداینې لپاره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني، د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست هم تللی و.