د پاکستان لومړي وزیر شهبار شریف او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په یوې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پياوړتیا ټينګار کړی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د دواړو هېوادونو مشرانو یکشنبه د اپریل پر ۷مه د مکې مکرمې په الصفا ماڼې کې لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «خبرې اترې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د زیاتوالي په موخه د لارو چارو پر ارزونې ورټولې وې. د پاکستان په اقتصاد کې د سعودي عربستان پر ملاتړي رول او د سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر متقابل تمایل ټينګار وشو.»
دواړو لوریو زیاته کړې چې نړیواله ټولنه دې پر اسراییلو فشار راوړي، څو په خبره یې، دغه هېواد دښمني ودروي، نړیوال قوانین مراعات کړي او په غزه کې له خنډ پرته بشري مرستو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
بل پلوه، شهباز شریف د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا لپاره د پاکستان پر ژمنتیا او اقتصادي همکاریو ټينګار کړی دی.
نوموړي محمد بن سلمان ته بلنه ورکړه چې په نږدې راتلونکې کې اسلاماباد ته ورشي.
اسلاماباد او ریاض نږدې اړیکې پالي.
پروسږکال په جولای کې سعودي عربستان د پاکستان مرکزي بانک ته دوه میلیارده امریکايي ډالر ورکړل.
هغه مهال پاکستاني چارواکو ویلي و چې دا پيسې پور نه دي او د بهرنیو زیرمو پیاوړتیا لپاره د یوه کال لپاره د دغه هېواد په مرکزي بانک کې ساتل کېږي.