۸صبح، کندز: په کندز کې سیمهییزې سرچینې وايي، طالبانو د دغه ولایت په مرکز کې یوه نجلۍ د حبري واده د نه منلو له کبله بندي کړې ده.
سرچینې شنبه د چنګاښ پر ۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو دا نجلۍ خپل پلار سره یوځای له څلورو ورځو راهیسې د کندز ولایت په مرکز کې بندي کړې ده.
د سرچينې په خبره، د دغه ولايت د ابتدايي ښاري محکمې د جزايي څانګې مشر مولوي رحمتالله حنفي خبردارى ورکړى چې د دې نجلۍ د نهرضایت په صورت کې به راتلونکې شنبه د هغې واده، نکاح او عقد ترسره شي.
سرچينې دا نجلۍ د شايسته په نوم یادوي او زياتوي چې د پلار په پرېکړه يې يو کال مخکې له يوه داسې کس سره کوژده شوې چې هغه یې هېڅکله نه و ليدلی.
د سرچینې په وینا، نجلۍ نه ده حاضره له داسې کس سره چې نوموړې یې نه پیژني، واده وکړي.
سرچینه زیاتوي چې ۲۵ کلنه شایسته واکسیناتوره ده.
سرچینې ویلي چې د دې نجلۍ کوژدن د طالبانو ملاتړ له ځان سره لري.
د ویلو ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې واکمنۍ وروسته د نجونو جبري ودونه زيات شوي او په دې تړاو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان سخت اندېښمن دی.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو په خپل منځ کې ان د دویم، درېیم یا څلورم واده پر سر سیالي کوي.