د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې روغتیاپالان وايي، سږکال ماشومانو کې د ساري ناروغیو شمېر د نورو کلونو په پرتله زیات شوی دی. ډاکټران یې لامل، غربت، وچکالي او بېوزلي یادوي.
د کندهار اوسېدونکې عالیې خپل ناروغ ماشوم میرویس حوزوي روغتون ته راوړی دی. نوموړې وايي، زوی یې له څو ورځو راهیسې د دغه روغتون د ساري ناروغیو په واټ کې بستر دی.
عالیه وايي، ماشوم یې لومړی په شري ناروغۍ اخته شو او له څو وروسته یې لاسونو او پښو کار پرېښود. نوموړې په دغه روغتون کې د ډاکټرانو له چلن خوښه ده او وايي، د ساري ناروغیو په برخه کې د هرې ورځې په تېرېدو د ناروغو ماشومانو شمېر زیاتېږي.
ورته مهال د هلمند اوسېدونکي عبدالبصیر خپل د څو میاشتو ناروغ ماشوم میرویس حوزوي روغتون راوستی دی. نوموړی وايي، له هغه راهیسې چې زوی یې پیدا شوی، ناروغ دی او هلمند کې یې ډېرو ډاکټرانو ته د درملنې په موخه وروستی دی، خو ګټه یې کړې نه ده.
عبدالبصیر وايي، د ماشوم ناروغي یې معلومه نه ده، خو دغه روغتون کې یې درملنه تر نورو ځایونو ښه کېږي. هغه وايي، له تېرو اتو ورځو راهیسې یې ماشوم بستر دی او دغه روغتون ته هره ورځ زیات شمېر ماشومان د درملنې په موخه راوستل کېږي.
د میرویس حوزوي روغتون د ماشومانو د ساري ناروغیو د واټ مسوول ډاکتر محمد صادق هم مني، چې ماشومانو کې ناروغي زیاته شوی ده. نوموړی یې لامل د کورنیو نه پاملرنه، وچکالي او غربت یادوي.
نوموړی وايي، دریو ورځو کې یې د ناروغانو شمېر تر ۲۰۰ زیات شوي او لا هم دغه روغتون ته ناروغ ماشومان راوړل کېږي.
ډاکټر محمد صادق وايي، روغتیايي پرسونل یې ناروغانو ته په وخت رسیدګي کوي. نوموړی وایي، که حالت همداسې دوام وکړي، ممکن د درملو او نورو روغتیايي توکو له کمښت سره مخ شي.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر موسیجان سلطاني ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، ماشومانو کې د ساري ناروغیو زیاتوالی د اندېښنې وړ ده. د نوموړي په خبره، د روغتیايي پروژو د بندېدو له کبله له ستونزو سره مخ دي.
سلطاني زیاته کړه، د هوا بدلون ماشومانو کې د نس ناستي، خوارځواکۍ او نورو ساري ناروغیو کچه ډېره کړې ده. نوموړی یې لامل غربت او بېوزلي یادوي. د هغه په باور که مور په ښه ډول تغذیه نه شي، ماشوم ته شیدې نه شي ورکولی، چې له دې سره ماشوم له ګڼو ساري ناروغیو سره مخ کېږي.
د عامې روغتیا ریاست د مرستیال په وینا دا ډول ناروغ ماشومان د میرویس حوزوي روغتون تر څنګ د ښار او ولسوالیو نورو دولتي روغتونونو ته هم د درملنې په موخه وړل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق خبرداری ورکړی، که بېړنۍ ګام وانخیستل شي، ممکن په افغانستان کې یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له امله ومري.
یونیسف په دغه هېواد کې د سرخکانو، اسهال او نورو ګڼو ناروغیو د زیاتېدو له امله د ماشومانو د فلج، سرخکانو او کرونا واکسین د کمپاین د بیا پیل غوښتنه هم کړې ده.