په هېواد کې د بې وزلۍ او وزګارۍ زیاتوالی ددې لامل شوی چې یو شمېر خلک آن د لومړنیو توکو د برابرولو وس ونه لري. کابل ښاریان وايي چې ددغه وضعیت دوام دوي له پراخو ستونزو سره مخامخ کړي دي. دغه هېوادوال له طالبانو غواړي چې په بازارونو کې لومړني او د خلکو د اړتیا وړ توکي په مناسبه بیه برابر وکړي. په کابل کې عمده پلورونکي هم وايي چې که دوی ته په مناسبه بیه لومړني او د خوراکي توکي برابر شي، هټۍ وال هم هغه په مناسبه بیه پلوري. له بلې خوا، د طالبانو سرپرست حکومت ددغو شکایتونو په غبرګون کې جوته کړې چې هڅې روانې دي ترڅو د لومړنیو توکو بیې د خلکو له وس سره سم تنظیم شي.
غفور د یوې پینځه کسیزې کورنۍ سرپرستي پرغاړه لري. هغه له دې مخکې په کابل ښار کې کاریګري کوله، خو پر کابل د طالبانو په واکمنېدو او د رغنیزو پروژو په درېدو سره، غفور وزګار شوی دی. هغه وایي چې یوه بوشکه غوړي یې په دوه زره او ۵۵۰ افغانۍ پېرلي؛ دا پیسې د نوموړي د پخوا وختونو د یوې اونۍ د کار عاید و. دغه هېوادوال له وزګارۍ او د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي سرټکوي او ټینګار کوي چې نور ددې وضعیت زغمل ورته ګران دي.
ډېری کورنۍ چې خپلې اړتیاوې یې د ورځنیو کارونو له لارې برابرولې، اوس له پراخو ستونزو سره مخ شوې دي. دغه کورنۍ سپمول شوې پیسې نه لري چې په دې ورځو کې ترې کار واخلي. غفور وايي: «همدومره مو چې کار کاوه، په هماغه ورځ به مو مصرفولې، دوه میاشتې کېږي چې وزګار یم، شرکتونه تړل شوي څه ډول د کورنۍ اړتیاوې پوره کړم؟»
په کابل ښار کې د خوراکي توکو عمده پلورونکي هم وايي چې دوی خوراکي توکي په لوړه بیه پېري او مجبور دي چې په لوړه بیه یې وپلوري. په کابل ښار کې د خوراکي توکو پلورونکی علي دریاب وایي چې په تېرو څو ورځو کې یوازې د اوړه بیه لږ ټیټه شوې او د نورو لومړنیو توکو بیې هماغه شان لوړې دي. هغه زیاتوي چې له دې مخکې د یوې بوجۍ اوړو بیه دوه زره او ۴۰۰ افغانۍ وه خو اوس درې ورځې کېږي چې په دوه زره او ۱۵۰ افغانۍ یې پلوري.
د کابل له سقوط مخکې یوه بوجۍ اوړه په یو زر او ۷۰۰ افغانۍ پلورل کېدل. همدا ډول د یوې بوشکې غوړیو بیه یو زر او ۸۰۰ افغانۍ وه، خو اوس یوه بوشکه غوړي دوه زره او ۵۵۰ افغانۍ شوي دي. د خوراکي توکو دغه عمده پلورونکی وايي، که د طالبانو سرپرست حکومت دوی ته په مناسبه بیه لومړني او خوراکي توکي برابر کړي، دوی به یې هم په مناسبه بیه پلوري. د علي دریاب په وینا، په هغه صورت کې چې بیې له سره کنټرول نه شي، هټۍ وال خوراکي توکي په مناسبه بیه نه شي پلورلی.
له بلې خوا، د طالبانو یو ویاند بلال کریمي له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې په نړیوالو بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې خو دوی هڅه کوي چې د لومړنیو توکو بیې د خلکو د وس مطابق تنظیم کړي. ښاغلي کریمي زیاته کړه چې یو شمېر عادي او پراختیايي پروژې پيلوي چې په هغې کې به په زرګونو کسان په کار وګمارل شي.
نوموړي جوته کړه: «داسې پروژې په پام کې لرو چې ټاکل شوې پکې ۴۰ زره تنه وګمارل شي او د کار په بدل کې غنم ورکول کېږي. کابو سل زره تنه په یوه بله پروژه کې ګمارل کېږي. دولتي ادارې کرار کرار فعالیت پیلوي او په زرګونه وګړي به بیاځلې په دولت کې خپلو دندو ته ستانه شي.» نوموړي یادونه وکړه چې د سړک جوړولو په ګډون لنډمهاله پروژې بېرته پيل شوې دي. د بلال کریمي په خبره، ټاکل شوې د تاپي او کاسا زر پرمختیايي پروژو کارونه هم بېرته پيل شي.
د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د نل لیکې د غځولو پروژه «تاپي» یوه لویه اقتصادي پروژه ده چې په سیمه کې عملي کېږي. د تاپي نل لیکې پروژې زیاته برخه له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېرېږي. د تاپي نل لیکه کابو یو زر او ۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري او د متخصصینو د ارزنې له مخې دا پروژه به لس میلیارد ډالره لګښت ولري.
د بلال کریمي په وینا، د طالبانو سرپرست حکومت د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول ترڅنګ له یو شمېر بهرنیو هېوادونو سره د مرستو د جلبولو په موخه رغنده خبرې اترې کړې دي. کریمي زیاته کړې چې افغانستان ته د مرستو په راتلو سره به د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شي.
طالبان په داسې حال کې د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول لپاره د هڅو خبر ورکوي چې د مخکیني حکومت په سقوط سره ډېری هېوادوال وزګار شوي دي. د رپوټونو له مخې، اوسمهال په بلخ ولایت کې د ۸۵ سلنه تولیدي کارخونو فعالیت درول شوی دی. همداراز په کندهار کې له ۲۶۰ تولیدي کارخونو څخه ۲۴۰ یې فعالیت نه لري. له دې مخکې، د ملګروملتونو سازمان په افغانستان کې د اقتصادي ناورین په ګډون د احمتالي ناخوالو په اړه خبرداری ورکړی و.